اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي)پاكستان وئېلي دي چې په ګوادر كښ?? د چين د پوځي اډې جوړولو په كوم تجويز غور نه كېږي٬د ډرون بريد به مناسب ځواب وركولې شي٬د اولس مشر ټرمپ په ټويټ په پاكستان كښ?? د امريكا سفير خارجه دفتر ته رابللو سره احتجاج رېكارډ كړې شوې٬د امريكې مرستې په اړه به ډېر زر تفصيلي راپور جاري كړې شي٬د هند د انټي بيلسټك ميزائل پروګرام سره به منطقه عدم استحكام سره مخ شي٬پاكستان هند سره ټولې معاملې د خبرو اترو د لارې حل كول غواړي۔د زيارت په ورځ د اونيز پرېس بريفنګ په مهال د خارجه دفتر وياند ډاكټر محمد فيصل د خبريالانو د پوښتنو ځوابونه وركولو سره ووئيل چ?? د امريكې د مرستې په اړه د دفاع په وزارت كښ?? كار روان دې او په دې لړ كښ?? به ډېر زر يو تفيصيلي راپور جاري كړی شي۔ده ووئيل چ?? آئي اېس پي آر هم واضحه كړې چې د ډرون بريدونو به مناسب او موثر ځواب وركولې شي٬په پاكستان كښ?? د چين د پوځي اډو په اړه د پوښتنې په ځواب كښ?? وياند ووئيل چ?? د ګوادر پشمول په پاكستان كښ?? چرته هم د چين د پوځي اډو په كوم تجويز غور نه كېږي٬ځينې دښمن عناصر سي پېك لامينځه وړولو لپاره د پاكستان او چين اړيكې ځپلو لپاره دا ډول افواګانې خپروي۔د پاك افغان ټرانزټ ټرېډ په اړه د پوښتنې په ځواب كښ?? وياند ووئيل چ?? تېر كال افغانستان ته د پاكستان په برآمداتو كښ?? 9 فيصده اضافه شوې او افغان دولت هم د تازه ميوو درآمداتو لپاره رجوع كړې۔دې مقصد لپاره ټول كراسنګ بارډر پرانستل شوي۔وياند ووئيل چ?? ځينې عناصر افغانستان ته د پاكستان د برآمداتو د كمي په اړه پروپېګنډې كوي په كومو كښ?? چې هېڅ حقيقت نشته٬پاكستان به د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارت زياتولو لپاره مرسته روانه ساتي۔په ايران كښ?? داوسنو احتجاجي مظاهرو په اړه د پوښتنې په ځواب كښ?? وياند ووئيل پاكستان ايران سره د ورورولۍ ښې اړيكې لري٬دا د ايران كورنۍ معامله ده هيله ده چې د ايران حكومت به په دې په ښه ډول قابو بيا مومي۔په بيجنګ كښ?? د پاكستان چين او افغانستان د درې ا??خي??ه غونډې په اړھ د پوښتنې په ځواب كښ?? وياند ووئيل چ?? پاكستان په غونډه كښ?? د پولې انتظام٬د نشه اي توكو مخ نيوي او د كډوالو د ستنولو په معامله خبرې كړې دي