اسلام آباد 17 جنوری (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن م??ا رضا رباني وئېلي دي چې پاكستان د ا??قدس شريف په اړه د ا??ريكې د ا??سني ګام سخت مخالفت كوي٬ د?? پرېكړه نه يوازې د نړيوال قانون بلكې د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو په ضد هم ده۔ م??ا رضا رباني د دې خيالاتو څرګندونه تهران كښې د اسلامي هېوادونو پارليماني يونين 13مې كلنې غونډې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ده ووئيل ملګرو ملتونو كښې د فلسطين په اړه د قرارداد ملاتړ كولو په سوب پھ پاكستان د ا??ريكا فشار زيات شوې او اسلامي نړۍ له ب?? د دې خبرې احساس كول وي۔ ده ووئيل چې په نړيواله منظرنامه په تندۍ سره بدلېدونكې صورتحال كښې د ا??ريكې اسرائيل او هند يو بل سره يوځاې كېدل په نظر راځي او اسلامي نړۍ له ب?? د دې مقابله كول وي۔م??ا رضا رباني ووئيل پاكستان مينځني ختيز كښې د ا??ن عمل د منځه وړولو ګام په سختۍ سره غندنه كوي۔دې ګام نه يوازې د قانون د سرلوړۍ او د نړيوالو رواياتو نفي كړی٬بلكې د سامراجي ذهنيت او غاصبانه سوچ نظريه(جس كي لاټهي اس كي بهينس)لا قوي كړې۔ م??ا رضا رباني ووئيل چې د آسيا په اړه د ا??ريكا دوه مخيزه معيار د ټولو په وړاندې دې چې ترمخه يې د غېر جمهوري چالونو د لارې جمهوري عمل د منځه وړولو او د حكومتونو ختمولو سازشونو ته وده وركولې شي۔ ده ووئيل د ا??ريكې د داسې ګامونو سره ب?? په نړيواله كچه د ترهه ګرۍ په ضد روانو هڅو ته زيان ورسي۔ ده ووئيل پاكستان د فلسطين په مسئله د فلسطين د دريځ ملاتړ كوي او پاكستان د پارلماني قراردادونو د لارې نه يوازې د اسرائيلي بربريت غندنه كړې بلكې فلسطينيانو لپاره يې د بېل رياست د غوښتنې بشپړه ملاتړ هم كړې۔ ده ووئيل پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې بلها قربانۍ وركړي او د شدت خوښۍ په ضد به خپل موثره كردار ترسره كول روان ساتي۔ م??ا رضا رباني ووئيل اسلام د ا??ن مينې او ورورولۍ درس وركوي او دا پېغام به عام كول وي۔ كنفرنس كښې ګډون كونكو د م??ا رضا رباني د خطاب ستائنه وكړه او د ده ګډون يې ډېر مهم وګرځولو