اسلام آباد 01 مارچ (اے پی پی) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په هېواد كښې د زياتېدونكې آبادۍ ضروريات ترسره كولو لپاره د اوبو د وسيلو مناسب كارولو او تحفظ لپاره په صوبائي او وفاقي كچه د موثره اقداماتو كولو په ضرورت زرو راوړلو سره سپارښتنه كړې چې د اوبو د قامي پا??ېسۍ مسودې ته د صوبو په مشاورت زر حتمي شكل وركړې شي۔ده دا خبرې د وزيراعظم په دفتر كښې د زيارت په ورځ د اوبو د قامي پا??ېسۍ مسودې په اړه د غونډې مشري كولو په مهال وكړې۔په غونډه كښې د كورنيو چارو وزير احسن اقبال٬د ??لا??نګ كميسون دوهم چيئرمېن سرتاج عزيز٬د برېښنا دوهم وزير سردار اويس احمد خان لغاري او اړوند وفاقي سېكترانو او اعلٰی چارواكو هم ګډون وكړو۔د ??لا??نګ كميسون دوهم چيئرمېن سرتاج عزيز غونډه د اوبو د قامي پا??ېسۍ په لړ كښې خبره كړه۔وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د اوبو د اوسنيو وسيلو موثره تحفظ او ا??تظ??م لپاره د پا??ېسۍ فريم ورك په وضعه كولو د ??لا??نګ كميسون دوهم چيئرمېن او د هغه د ډلې هڅې وستائېلې۔وزيراعظم ووئيل تازه اوبه يو نعمت او محدوده وسيله ده كومه چې ورو په ورو كمېږي۔ده ووئيل د هېواد د زياتېدونكې آبادۍ د راتلونكي وخت ضروريات تر سره كولو لپاره نه يوازې د اوبو د وسيلو مناسب استعمال بلكې د تحفظ او سائنسي ا??تظ??م لپاره په صوبائي او وفاقي كچه د موثره اقداماتو كولو ضرورت دے۔وزيراعظم امر وكړو چې د پا??ېسۍ مسوده صوبو سره په مشاورت جوړه كړې دغسې چې زر حتمي شكل وركړې شي۔وزيراعظم د صوبائي حكومت برخه ضروري ګرځولو سره د ??لا??نګ كميسون دوهم چيئرمېن ته ووئېل چې معامله د شريكې ګټې كونسل ته وړولو نه وړاندې اتفاق لپاره صوبائي حكومتونه په دې عمل كښې شريك كړئ