اسلام آباد ۔04مئی (اے پی پی) سېنېټ كښې بېلا بېلو سياسي ګوندونو سره تعلق لرونكو غړو د فاټا پحقله د وزیراعظم اعلانونه خوشبينه ګرځول??٬ په تنخاګانو كښې لس فيصده اضافه لږه ده ٬ د سود نه پاك معيشت دې رائج ??ړې شي٬ د تماكو كروندګرو له دې آسانۍ ور??ړې شي٬ اېمنسټي سيكم څخه به د ټېكس وركوٶنكو حوصله ماته شي٬ بايد پرمختيائي منصوبې د برابرۍ په بنياد جوړ ??ړې شي۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه بجټ بحث كښې سناتور ایوب ووئيل د قرض په زياتېدو تشويش لرو٬ سادګۍ سره مونږ هېواد په پرمختګ كوٶنكو معيشتونو كښې شاملولې شو٬ ده ووئېل فاټا ته درې فيصده برخه به وركول وي د دې نه غې?? د فاټا د انضمام څخه به مسئله راپېدا شي٬ ده ووئېل د پي اے نظام كه په ځائ وساتلې شي نو ټول فنډز به د كرپشن ښكارېږي۔ مشتاق احمد خان ووئيل د فاټا پحقله د وزیراعظم اعلانونه خوشبينه دي٬ لږ نه لږ زر اربه روپۍ دې لپاره ضروري دي ٫ ده ووئېل په تنخاګانو كښې لس فيصده اضافه معمولي ده ٬ كروندګرو٬ ځوانانو او خواري كښو لپاره په بجټ كښې ريليف نشته ٬ د سود نه پاك معيشت دې رائج ??ړې شي۔ سناتورې نزهت صادق ووئيل د دولت مشتركه لخوا په اېوارډ مباركي وركوم٬ د پنجاب واكمنو مېرمنو ته ھغه محفوظ چاپيريال ور??ړې د كوم چې حاجت ٶ٬ دې ووئېل ښه قانون سازۍ سره مېرمنو ته تحفظ ترلاسه شوې ۔ سناتور جاموټ ووئيل دا بجټ به هېواد اقتصادي اېمرجنسۍ پلو بوځي ٬ په دې كښې به غې?? روايتي طريقه كار اختيار ??ړې شي ٬ بجټ كښې په اولس بوجه زيات شوې٬ ده ووئېل اېمنسټي سكيم ټېكس وركوٶنكو لپاره ښه پېغام نه دے۔ سناتور مولا بخش چانډیو ووئېل بجټ څخه يوازې سېټهان خوشحاله شوي٬ مسلم ليګ (ن) تل سيمه ايز سياست كوي٬ دا بجټ د اېن اېف سي نه غې?? وړاندې ??ړې شوې٬ هېواد به د آئين له مخې چلول وي