اسلام آباد 07 جولائي (اے پي پي) د ټاكنو كميسون د كال 2018م په ټولټاكنو كښې خدمات ترسره كوونكو امنيتي چارواكو لپاره ضابطه اخلاق جاري كړه۔ د ټاكنو د كميسون لخوا جاري شوې ضابطه اخلاق له مخې امنيتي اهلكار به د پولنګ ??ټېشنو دننه او بهر په ځائ كولې شي٬ دوي به د كوم ووټر څخه پرچي يا د هغه شناخت نه طلب كوي٬ كوم انتخابي مواد به خپل ځان سره نه شي ساتلې٬ امنيتي اهلكار به د انتخابي عملې په كوم كار كښې مداخله نه شي كولې شي٬ امنيتي چارواكي به كوم كانديد٬ الېكشن اېجنټ٬ پولنګ ??ېجنټ٬ مبصر يا د مېډيا استا??و سره بحث و مباحثه نه كوي٬ امنيتي اهلكار به د انتخابي عمل پ?? مهال په عمومي توګه او د پولنګ په عمل كښې په خاص توګه غېر جانبدار وي۔ د بېلټ پېپرز د چاپ كېدو پ?? مهال به پرنټنګ پرېسز ته امنيت ??ركولې شي٬ د بېلټ پېپرز د ترسيل پ?? مهال به امنيت ??ركول وي۔ د ډسټركټ ريټرننګ ??فسرانو د دفترو څخه انتخابي مواد پريذائيډنګ ??فسرانو ته د رسولو پ?? مهال امنيت ??ركول به د دوي ذمه واري وي۔ امنيتي اهلكار به د كوم ګوند يا كانديد په حق كښې كار نه كوي٬ِ د شمېرنې په عمل كښې به كوم ډول مداخله نه كوي٬ِ كوم ووټر به پولنګ ??ټېشن ته د ننوتلو څخه نه منع كوي٬ اېكريډېشن لرونكي مبصرين او د مېډيا استازي به پولنګ ??ټېشن ته د ننوتلو څخه نه منع كوي۔ د مېډيا استازو ته به كېمرو سره د ننوتلو اجازه وي۔ امنيتي چارواكو به د پريذائيډنګ ??فسير مرسته كوي۔ هغوي به د ووټر چېنكنګ كولې شي۔ په پولنګ ??ټېشن كښې دننه به څوك نه نيسي تر څو چې پريذائيډنګ ??فيسر د داسې كولو هدايت ??ه وي كړے۔