اسلام آباد 19 جولائي (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند ډاكټر فېصل وئيلي دي هند د ملګرو ملتونو لخوا په مقبوضه كشمير ك??ې د بشري حقونو په لويه كچه د خلاف ورزيو پحقله د راپور په ضد ګراه كونكې ډنډوره كوي ٬ دغسې چې ھغوي دا د ناسمه دستاوېز په توګه ثابت كړي خو ??ه دې راپور كښې په مقبوضه كشمير ك??ې د هندي ځواكونو لخوا د بربريت او ظلم او جبر واضحه كړې شوي ۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ د يوته فار كشمير ترسېوري لاندې سېمينار ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ سېمينار ته د كل جماعتي حريت كنفرنس لارښود الطاف حسېن واني، جنیوا ك??ې د پاکستان سفیر ضمیر اکبر او نور هم وېنا وكړه۔ ??ه دې موقع خپلو خبرو ك??ې ده ووئيل د ملګرو ملتونو بشري حقونو لپاره د هائي كمشنر لخوا كشمير ك??ې د بشري حقونو سنګينو خلاف ورزيو پحقله د شائع شوي راپور نه پس هند ??ه دې مسئله كښې نړيوال فشار سره مخ دے ۔ مقررینو د دې راپور ستائنه كولو سره ووئيل هند ملګرو ملتونو ته د مقبوضه كشمير صورتحال نه خبرېدو لپاره د اجازې وركولو نه انكاري دے او دوي لپاره بېلا بېلې بهانې لټوي۔ ګډون كوٶنكو د دې عزم څرګندونه وكړه چې ھغوي به د كشميريانو د آزادۍ د هلو ځلو ملاتړ روان ساتي او د بې ګناه كسانو په ضد ظلم او جبر به په ډاګه كوي۔ ډاكټر فېصل ووئيل د ملګرو ملتونو لخوا د بشري حقونو د سنګينو خلاف ورزيو پحقله رامخې ته شوي راپور د هند ناوړه څېره نړۍ ته ښكاره كړې۔ ده ووئيل دا راپور د پاكستان لخوا نه دې وړاندې كړې شوې بلكې دا د يو مستند نړي??ال?? ادارې راپور دے كوم چې كښې ټول حقاېق رامخې ته كړې شوې ۔ ??ه دې موقع جنيوا ك??ې د پاكستان سفير ضمیر اکبر او الطاف حسېن واني هم وېنا وكړه۔)ص ف/ض ض/ګ ل/2138)