اسلام آباد 16 اكتوبر (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئېلي دي د مسلم ليګ(ن)په دور كښې د نړۍ د ټولو نه په ګران بيعه د برېښنا جوړولو پلانټونه لګولې شوي چې ورسره د برېښنا يو يو??ټ پېداواري بيعه 15 روپۍ 53 پېسو ته رسېدلې٬په ګرځينده قرض كښې هره مياشت د 34 نه تر 36 اربه روپو زياتوالې كېږي٬د شهباز شريف د قائداعظم سولر پلانټ برېښنا په 17 روپۍ يو يو??ټ پريوځي٬دا بيعه د نړۍ په يو هېواد كښې هم نشته٬د نېپرا د وړاندېزونو باوجود هم د برېښنا بيعه نه زياتولو بوج اوسني حكومت ته پرېښودلې شو??٬د تېر حكومت په دور كښې د برېښنا د جوړو شوو پلانټونو د آډټ پريكړه شو??٬په دې معامله كښې د ككړو خلقو په ضد به سخته كاروائي كولې شي٬د مني لانډرنګ مخ نيوي لپاره فريم ورك جوړ كړی شو??٬راتلونكې ورځې او د پاكستان سباؤن ر??ښا??ه دے ٬په يو څو ورځو كښې به اولس لوي لوي زيري واوري٬يوازې نه يو٬د سعودي چين او د يو اے اي پشمول دوست هېوادونه پاكستان سره ولاړ دي٬په وړومبي ځل پاكستان د نړۍ ټولو هېوادونو سره د غوره ??ړي??و په لاره روان شو??۔ده د نهې په ورځ په پرېس انفارمېشن ډيپارټمنټ(پي آئي ډي)مېډيا سنټر كښې د برېښنا پېداواري لګښت او د نورو چارو په اړه بريفنګ وركولو په مهال وو??يل تېر حكومت دعوی كوله چې برېښنا ارزانه كړی شو?? خو حقائق د دغې په ضد دي كوم چې بايد د اولس په علم كښې وي۔ده وو??يل د مسلم ليګ(ن)په حكومت كښې د برېښنا پېداوار لپاره تر ټولو ګران پلانټونه لګولې شوي ٬ ده وو??ېل حكومت صارفينو له يو يو??ټ په 11 روپۍ 71 پېسې وركوي٬پھ يو يونټ حكومت سبسډي وركوله خو د تېرو دوو كلونو په مهال د لويو لويو دعوو باوجود د برېښنا ګران پلانټونه لګولې شوي٬د دغې نه پس د برېښنا د يو يو??ټ پېداواري قيمت 15 روپۍ 53 پېسو ته رسېدلې چې پكښې د صوبو د يو يونټ نېټ هائيډرل پرافټ 0.86 پېسې او 45 پېسې د بېرېښنا ويشونكو كمپنو د كلن انكريم??ټ پھ مد كښې ادا كولې شي او د دې له امله حكومت ته په يو يونټ دوه روپۍ 63 پېسې زيان رسيږي ٬ وفاقې وزير وو??ېل دا زيان په ژمي كښې هره ورځ يو ارب دوه كروړه او ګرمۍ كښې هره ورځ يو ارب 80 كروړه روپۍ دے ٬ دغسې په ګرځينده قرض كښې هر كال د 34 نه تر 36 اربه روپو اضافه كېږي