اسلام آباد 23 اکتوبر (اے پي پي)سعودي عربستان د پاكستان لپاره د ادائيګو توازن له د يو كال لپاره درې اربه ډالره او ?? تېلو وركولو په لړ كښې 3 اربه ډالره تر يو كال د ادائيګو ځنډولو آسانيو ته سلا شوي دي ۔دا پريكړه د وزيراعظم عمران خان د سعودي دورې په مهال د سعودي قيادت سره د كاميابو خبرو اترو په مهال شوې۔د وزيراعظم دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې سعودي باكستان كښې د آئل ريفائنري لګولو منصوبه كښې هم د خوښي لرلو تصديق كړی٬د سعودي عرب ولي عهد شهزاده بن محمد سلمان د پاكستان خواري كښو لپاره د ويزې فيس كمولو په اړه د وزيراعظم عمران خان تجويز سره اتفاق كړې كوم چې په سعودي كښې د پاكستان افرادي قوت زياتولو او ?? دواړو هېوادونو تر مينځه د وګړو تږ راتږ آسانيو له غوره ګام دے٬د دورې په مهال خارجه وزير شاه محمود قرېشي٬د خزانې وزير اسد عمر٬د اطلاعات او ??پرونو وفاقي وزير ??واد حسېن چوهدري٬د تجارت لپاره د وزيراعظم صلاحكار عبدالرزاق داؤد او ?? سرمايه كارۍ بورډ چيئرمېن هارون شريف هم د وزيراعظم سره ملګري دي۔وزيراعظم عمران خان د سعودي دورې پھ مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه د زړه پورې همغږۍ نتيجې رامخې ته شوي۔وزيراعظم د خادم الحرمين الشريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز په بلنه په 22 او 23 اكتوبر د سباؤن سرمايه كارۍ اقداماتو په اړه كنفرنس كښې ګډون له سعودي عربستان ته تللې۔د دورې په مهال وزيراعظم د شاه سلمان او ??عودي ولي عهد سره تفصيلي خبرې اترې كړې چې پكښې دوه اړخيزه اقتصادي او مالي مرستې په اړه كوټلي پريكړې شوي ۔د خزانې وزير اسد عمر او ?? سعودي خپل همڅنګ محمد عبدالله سره د مفاهم په يو يادښت لاس ليك كړې چې ترمخه به يې سعودي يو كال لپاره د ادائيګو توازن له درې اربه ډالره وركوي۔ په دې خبره هم سلا راغلې چې سعودي به د تېلو درآمد لپاره تر درې اربه ډالرو يو كال لپاره د ادائيګو ځنډولو آسانۍ هم وركوي او ??ا انتظام به دريو كلونو لپاره وي۔د دې نه پس به د دې بيا جاج اخستلې شي۔د سعودي پلاوي پاكستان كښې د پېټروليم ريفانئري سرمايه كارۍ له د امكاناتو د ??ړا??دې څخه جاج اخستې ؤ ۔سعودي پھ دې منصوبه كښې د خپلې خوښۍ لرلو تصديق كړی او ?? كابينې منظورۍ نه پس به د مفاهم يو يادښت لاس ليك كولې شي۔سعودي په پاكستان كښې د معدني وسائلو پرمختګ كښې د خوښي لرلو څرګندونه كړې او ??ې مقصد له به وفاقي حكومت او ?? بلوچستان حكومت خپلو كښې مشاورت كوي۔د دې نه پس به د سعودي يو پلاوي ته د پاكستان دورې بلنه وركولې شي۔د نهې په ورځ د سباؤن سرمايه كارۍ اقداماتو په اړه د كنفرنس پرانستې نه پس د پاكستان په حقله د يو خاص غونډې انتظام شوې ؤ چې پكښې وزيراعظم معاشي پرمختګ او ??ېر ملكي سرمايه كا رۍ له د هېواد په ترجيحاتو زور راوړې۔د بشري وسائلو پرمختګ لپاره د حكومت په تګلاره زور راوړولو سره وزيراعظم د پاكستانو ځوانانو صلاحيت رامخې ته كړو او ?? سېلګرۍ٬معدنيات٬سكرو٬ګاز لټون او ??نفارمېشن ټېكنالوجي په څانګو كښې د سرمايه كارۍ ښې موقعې ئې په ګوته كړي۔ده د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د كاميابو ذكر وكړو چې په نتيجه كښې يې هېواد كښې امن او ??ستحكام راغلې۔ده خاص اقتصادي زونز كښې د سرمايه كارۍ موقعو پشمول د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ په اهميت هم رڼا واچوله۔وزيراعظم د ګڼو كاروباري ادارو نمائندګي كوونكو كسانو د پوښتنو ځوابونه هم وركړل۔وزيراعظم د ګل په ورځ مدينې منورې ته رسېدلې ؤ چرته چې د مدينې ګورنر شهزاده فېصل بن سلمان د هغه هركلے كړی ؤ ۔د رسول پاك صلې الله عليه وسلم په روضه د حاضرۍ نه پس وزيراعظم رياض ته تللې چرته چې د رياض ګورنر شهزاده فېصل بن بندر بن عبدالعزيز د هغه تود هركلے كړې