??سل??م آباد 11 نومبر(اے پي پي) د احتساب قومي بيورو ﴿نېب﴾ پېنډې د ??سل??م آباد د ډپلومېټك انكليو قېمتي 36 كناله زمكې په غېر قانوني الاټمنټ د سي ډي اے پخوانې او اوسنې سنيئر اهلكار او ټهكېدار نيولي دي۔ د احتساب قومي بيورو لخوا د اتوار په ورځ جاري ش??ي بيان له مخې په نيول شويو افسرانو كښې د شهري منصوبه بندې پخوانې ډائرېكټر غلا?? سرور سندھو٬ د كوم چې په دې وروستيو كښې د ډائرېكټر جنرل څخه د نائب ډائرېكټر جنرل په چوكۍ تنزلي شوې او د شهري منصوبه بندې پخوانې غړے نصرت الله شامل دي۔ د بيان له مخې غلا?? سرور سندھو وېزه خواست كوونكو ته اسانيې ورك??لو او د شټل سروس چل??لو ټهېكه خپل فرنټ مېن محمد حسېن ﴿كنټرېكټر﴾ ته ورك??لو لپاره په ناجائزه توګه په سمرې كښې حقائق وړاندې كړي٬ چې له مخې ئې په كال 2008م كښې ټهېكدار ته د سي ډي اے قېمتي زمكه په كلن رېنټ په شرح يو ګز په دوه روپې كرايه وركړې او دې لپاره د ټېنډر او بولۍ عمل هم نه دې شوے كومه چې د اړوند حكومتي قواعدو او ضوابطو سخته خلاف ورزي ده۔ د بيان له مخې كنټرېكټر دا زمكه او اسانيې تر كال 2015م استعمال كړې او په ډپلومېټك انكليو كښې وېزه او نورو دستاوېزاتو لپاره د سفر كوونكو څخه ئې د يو كس په سر 500 روپې غېر قانوني ترلاسه كړې دي۔ د ??سل??م آباد هائي كورټ د دې معاملې نوټس اخستلو سره دا ټهېكه غېر قانوني او خپلو ته د ګټې رس??لو واضح مثال ګرځولې و۔