اسلام آباد04 دسمبر(اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د جعلي خبرونو٬تشدد او د كركې وړ موادو په خپرولو ??ښې د سوشل مېډيا د غلط استعمال مخ نيوي لپاره د مضبوط نظام په وضعه كولو زور راوړې۔ده دا خبره د فېس بك سنګاپور د پبلك پالېسۍ نائب صدر سائمن مېلنر ??ره د خبرو په مهال وكړه كوم چې د نهې په ورځ ده ??ره د وزيراعظم په دفتر ??ښې ملاقات وكړو۔په دې موقع د وزيراعظم خاص مرستيالان سيد ذوالفقار عباس بخاري٬افتخار دراني او نور اعلٰی چارواكي هم موجود وو۔وزيراعظم ووئيل چې د فېس بك د صارفينو شمېره ډېره زياته ده او دا اداره زمونږ ټولنې ا?? سماجي اقدار خطر ??ره د مخ كونكو هڅو پھ مخ نيوي ??ښې ځانګړې كردار تر??ره كولې شي۔سائمن مېلنر وزيراعظم ?? آن لائن كميونټيز تشكيل تر لرې كمېټۍ د رسنې٬ د روغتيا خذماتو په وركړه ??ښې آسانيو٬د ډيزاسټر منيجمنټ په اړه د كميونټۍ هڅې په كار راوستلو او د سوشل مېډيا د غلط استعمال په اړه د فېس بك لخوا د شويو بېلا بېلو اقداماتو نه خبر كړو۔وزيراعظم په ټوله نړۍ ??ښې د كميونټيز او د اولس ترمينځه د سماجي رابطې ودې په اړه ?? آن لائن كميونټيز تشكيل لپاره د فېس بك نړيوالې هڅې وستائېلې۔ده د مهمو چارو په اړه په اولس ??ښې د شعور بېدارولو په اړه د فېس بك او د سوشل مېډيا د كردار ستائنه هم وكړه