اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) د پاكستان پشمول په ټوله نړۍ كښې مسيحي ورورولي د نهې په ورځ د دسمبر په 25مه نېټه د كرسمس تهوار ولمانځل??۔ په دې موقع د نورو هېوادونو پشان په پاكستان كښې هم د دعا خ??ص دستورې وشوې۔ مسيحي ټولنې سهار په كليساګانو كښې د خ??ص دعاګانو اهتمام وكړ??۔ په دې موقع د امنيت سخت انتظامات شوي وو۔ مسيحي ټولنې د كرسمس په موقع د هېواد پرمختګ او خوشحالې لپاره دعاګانې هم وكړې۔ په دې موقع خاص كرسمس ټرېز سنګار كړې شوې ٬ كرسمس ټرې په عام توګه رڼاګانو او ډالو سره سنګارولې شي۔ په دې موقع يو بل ته ډالۍ وركړې شوې او د كرسمس كېكونه پرې كړې شول۔ د كرسمس په موقع اولس مشر ډاكټر عارف علوي او وزيراعظم عمران خان مسيحي ټولنې ته مباركي وركړه او د هېواد په پرمختګ او خوشحالې كښې ئې د دوي كردار وستائيلو۔