پې??ور ۔10مارچ (اے پی پی) د خېبر پختونخوا اعلی وزير محمود خ??ن وئيلي دي خېبر پختونخوا كښې د اولس د خېر ښېګړې روانو منصوبو پايې ته رسولو ته حكومت خاص پاملرنه كوي۔ ده په خاص توګه هدايت كړې چې د روغتيا څانګې نوې جوړې كړې شوې ودانۍ دې وكارولې شي او دې مقصد لپاره دې دا اړوندو څانګو ته وركړې شي۔ ده په وزيراعلی سېكرټرېټ كښې د غونډې مشري كوله۔ د خ??انې وزير تېمور سليم جھګړا ٬ د اعلی وز??ر پرنسپل سېكتر شهاب علی شاہ ، د خ??انې سېكتر شکیل قادر او نورو اړوندو چارواكو غونډه كښې ګډون كولو۔ غ??نډه كښې صوبه كښې ترسره كېدو ته د نزدې منصوبو جاج واخستې شو كومو كښې چې د لېډی ریډنګ روغتون نوې بلاك ٬ ټي اېچ ټراما سنټر ٬ كارډيالوجي بلاك حيات آباد مېډيكل كمپلېكس او د سنټرل جېل پې??ور نوې ودانۍ په شمول د پی کے اېچ اے ، سی اېنډ ډبلیو او اریګېشن بېلې منصوبې شامل ??ي