اسلام آباد ۔ 19 نومبر (اے پي پي) وزير خارجه ??اه محمود قرېشي وئيلي دي د كشمير مسئله زمونږ ?? خارجه پاليسۍ مهمه ستن ده٬ بې ګناه كشميريان د هندي ظلم او بربريت نه خلاصولو او د كشمير د خپلواكۍ حق په اصولي هلو ځلو كښې به د دوي سياسي٬ اخلاقي او سفارتي مرسته روانه ساتو۔ وفاقي وزير دا خبرې د پي اېف يو جي صدر افضل بټ په مشرۍ كښې د سينئر خبريالانو پلاوي سره كړې چا چې د نهې په ورځ په خارجه وزارت كښې دوي سره ملاقات كولو۔ خبريالانو د مقبوضه جمو و کشمير پشمول په مهمو چارو ?? غوره خارجه پاليسي په خپلولو او په بې ګناه كشميريانو روان ظلمونه په ن??يوالو فورمونو په كاميابۍ سره رامخې ته كولو خارجه وزير له مباركي وركړه۔ خارجه وزير ووئيل د شك نه غېر ميډيا د رياست مهمه ستن ده٬ د كشمير په مسئله د پاكستان دريځ رامخې ته كولو كښې د نړيوالې ميډيا سره سره د پاكستانۍ ميډيا كردار هم مثالي ؤ ۔ د خبريالانو پلاوي وفاقي وزير سره د ھغه د خور او كزن نواب عاشق حسېن قرېشي په مړينه غمرازي وكړه او د ارواښادو بخښنې لپاره ئې فاتحه خواني وكړه۔ خارجه وزير خارجه وزارت ته په راتګ د خبريالانو مننه وكړه۔ په پلاوي كښې صغير احمد چوهدري آصف بھټي، ايوب ناصر شامل وو