سيالكوټ 23 نومبر (اے پي پي﴾ د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرست??ال?? ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې د نواز شريف ترجمانانو د هغه د روغتيا په اړه شور جوړ كړے و، شهباز شريف ضد كولو سره د مخالفې ډلې د مشر چوكۍ ترلاسه كړې او اوس ئې په خپله پريښې. مېډيا سره په خبرو كښې د وزيراعظم خاص مرست??ال?? ووئيل چې حكومت د تعليم يو ډول نظام ??و نصاب لپاره كار كوي او ټول صوبائي حكومتونه د وزيراعظم د وېژن له مخې په پالېسې د عم?? كولو عزم لري. هغ?? ووئيل چې مونږ يوازې په تعليمي پالېسې كښې داخلې نه بلكې جاب پورټل هم جوړولو چې دغسې صلاحيت لرونكي ځوانان د تعليم نه فراغت سره روزګار ترلاسه كړې شي. هغ?? ووئيل چې پوهنتونونو سره په ګډه به د روزګار له مخې تعليم وركولې شي. هغ?? ووئيل چې د پنجاب حكومت سره په ګډه په مېرمنو په كالجونو كښې د ټيوټا له مخې پروګرامونه پې?? كوو چې دغسې مېرمنې بااختياره كړې شي او د دوي د صلاحيتونو نه استفاده وكړې شي. هغ?? ووئيل چې په هېواد كښې د صنعتونو وده د وزيراعظم وژن دے. هغ?? ووئيل چې په ګرانې قابو موندلو لپاره د مېډل مېن كردار ختمولې شي او د ناجائز منافع كوونكو په ضد په لويه پېمانه كارروائې روانې دي.