اسلام آباد ۔ 25 نومبر (اے پی پی) اولس مشر ډاکټر عارف علوی وئيلي دي هندي فسطائي حكومت مقبوضه كشمير كښ?? د بشري حقونو پرله پسې سختې خلاف ورزۍ كوي۔ د كشمير خصوصي اهميت ختم كړې شوې او 113 ورځو څخه سخته كرفيو نافذ كولو سره د وګړو حقونه له منځ?? وړلې شوې دي۔ دهند اصل مقصد د كشمير جغرافيائي حېثيت بدلول دي۔ هند د ملګرو ملتونو د يو شمېر قراردادونو او د بشري حقونو وضعه كړې شويو اصولو څخه سرغړونه كوي۔ ایوان صدر څخه د جاري شوي پرېس ريليز له مخې د دې خيالاتو څرګندونه اولس مشر د قطر امری ګارډ کمانډر سټاف مېجر جنرل حزہ بن خلیل بن منصور الشهوانی سره خبرو كښ?? وكړه چا چې خپل پلاوي سره ايوان صدر كښ?? اولس مشر سره ملاقات وكړو۔ ده ووئيل د هندي جنتا ګوند (بي جے پي) په مشرۍ كښ?? هندي حكومت هند كښ?? ټولو اقليتونو سره د دښمنۍ رويه خپله كړې ده۔ ده ووئيل په دې لړ كښ?? د نړيوالې ورورولۍ ذمه واري ده چې د ملګرو ملتونو د قراردادونو له مخې د كشمير مسئلې حل له په هند فشار واچوي۔ اولس مشر په قطر زور راوړو چې مقبوضه كشمير كښ?? د بشري حقونو سختو خلاف ورزيو نړۍ ته په ډاګه كولو كښ?? د پاكستان د هڅو ملاتړ وكړي او ددې ستونزې هواري كښ?? خپل كردار ترسره كړي۔ اولس مشر د پاکستان او قطر دفاعي ځواكونو ترمينځھ د مستقلو رابطو ستائنه وكړه۔ اولس مشر په كال 2016ء كښ?? د 57.74 ملین ډالر مالیت 8 سپر مشاک الوتكو په لوظنامه لاس ليك هم وستائلو او باور ئې وركړو چې د لوظنامې ترمخه به اضافی مرمت او د تربیتی مرستې سره سر?? د 14 تربیت کار هوابازانو 23 ټېکنیشنز وركول هم باوري كولې شي۔ په دې مهال د قطر كمانډر ووئيل قطر په هره كچه د پاكستان ملاتړ مذهبي فرض ګڼي۔ کمانډر اولس مشر ته توره د ډالھ په توګ?? وړاندې كړه