اسلام آباد 09 دسمبر (اے پی پی) په پاك بحريه كښې د 48مې هنګور ډے په اړه بېلا بېلې دستورې وشوې۔وائس اېډمرل(ر)??حم?? تسنيم د پران??تې دستورې خاص مېلمه ؤ ۔د پاك بحريه وياند له مخې مركزي دستوره په پاكستان ميري ټائم ميوزيم كښې وشوه۔دستورې ته وائس اېډمرل(ر)??حم?? تسنيم خپله وېنا كښې ووئيل د سب ميرين هنګور د جرات په وجه د هند بحريه ته سخت زيان رسېدلې ؤ۔د كال 1971 په جنګ كښې سب ميرين هنګور د هند بحري بېړۍ ككري چپه كړی وه او كرپان ته يې سخت زيان رسولې ؤ ۔د پاك بحريه وياند له مخې د سب ميرين هنګور د دې كارنامې په ياد كښې پاك بحريه هر كال د دسمبر 9مه نېټه د هنګور ډے په توګه لمانځي۔پھ ??ستوره كښې د بحريه كالج زده كوونكو ملي نغمې وړاندې كولو سره اتلانو ته پېرزوئنې وړاندې كړې ۔په دستوره كښې د سب ميرين هنګور غازيانو او د پاك بحريه افسرانو او ځوانانو په لويه شمېره ګډون وكړو