اسلام آباد 31 جنوري (اے پي پي) پاکستان او امريکې د افغان امن عمل په اړه شريكې هلې ځلې پكار راوستو لپاره د مشاورت لړۍ روانه ساتلو ته سلا شوي ۔ دا سلا خارجه وزير شاه محمود قرېشي سره افغا??ست??ن لپاره د امريکې خاص استازي زلمے خلي?? زاد د جمعې په ورځ وزارت كښې د ملاقات په مهال راغلې ۔ د خارجه دفتر له مخې د خبرو اترو په مهال افغا??ست??ن كښې امن لپاره د شوو هلو ځلو پشمول منطقه كښې د امن په مجموعي صورتحال هم د خيالاتو څرګ??دو??ه شوې۔ زلمے خلي?? زاد خارجه وزير طالبانو سره د امن په روانو مذكراتو كښې د اوسني صورتحال تفصيلاتو نه خبرولو سره د پاكستا?? د ??وغې جوړې د كردار ستائنه وكړه۔ شاه محمود قرېشي ووئيل د امريكې او طالبانو ترمېنځه امن لوظنامې سره به د ”انټرا افغان مذاکراتو” لاره هواره شي كومه چې به نه يوازې افغا??ست??ن لپاره بلكې ټولې منطقه كښې امن او استحكام لپاره خوشبينه اوګرځي۔ ده ووئيل پاكستان د مشتركه ذمه وارۍتر سره كولو سره افغا??ست??ن كښې امن لپاره به خپلې هڅې او ملاتړ روان ساتي۔ دواړه ډلو د افغان امن عمل په اړه شريكې هلې ځلې پكار راوستلو لپاره د مشاورت لړۍ روانه ساتلو لپاره سلا وكړه