دوحه 29 فروری (اے پي پي) پا??ست??ن د امريكې او طالبانو ترمېنځه د تاريخي امن تړون هركلې كړے او وئيلې ئې دي چې د امن تړون د افغانستان پشمول ټولې منطقې لپاره ډېر مهم دے. د خارجه دفتر وياند له مخې خارجه وزير شاه محمود قريشي د قطر نائب وزيراعظم او خارجه وزير په بلنه د خالي په ورځ په دوحه كښې د امن تړون په دستوره ٍښې د پا??ست??ن استازيتوب وكړو. د دستورې نه ??س مېډيا سره په خبرو كښې خارجه وزير شاه محمود قريشي د امن تړون هركلې وكړو او وې وئي?? چې نن يوه مهمه ورځ ده او يو مهم تړون لاسليك شو چې ورسره به د افغانانو ترمېنځه د خبرو لار هواره شي. زه خوشحاله يم چې نن زه دلته د پا??ست??ن نمائندګي كوم، د لوي څښتن مننه ده چې د پا??ست??ن په اخلاص سره كړې هڅې كاميابې ثابتې شوې. ده ووئي?? چې د امن تړون په افغانستان كښې د امن او تفاهم د عمل بنيادي مقصد ترلاسه كولو د پرمختګ په اړه مهم قدم دے. ده ووئي?? چې نړيوالې ټولنې ته به د افغانستان بيا رغونې او د افغان كډوالو په عزت سره ستنولو لپاره كردار ترسره كول وي. خارجه وزير ووئي?? چې پا??ست??ن به په افغانستان كښې پائيدار ا من ، استحكام او پرمختګ لپاره د افغان وروڼو د هڅو ملاتړ روان ساتي. دې دستورې د پا??ست??ن هغه دريځ رښتيا ثابت كړو چې افغان شخړه كوم پوځي حل نه ??ري. خارجه وزير ووئي?? چې پا??ست??ن خپله ذمه واري ترسره كړه او اوس د بل پړاٶ ذمه واري په افغانانو راځي. دوي ته به په ګډه د خپل سباٶن پرېكړه كول وي. ده ووئي?? چې مونږ په افغانستان كښې امن غواړو.