پېښور 09 مارچ (اے پی پی) وزیر اعظم عمران خان پېښور كښې د انډر 21 ګیمز باقاعدہ پرانسته ??كړه۔ د ګل په ورځ وزیر اعظم د انډر 21 ګیمز پرانسته ??پاره قیوم سټیډیم سپورټس كمپلیكس ته ??اړو۔ په دې موقع د خېبر پښتونخوا وزیر اعلیٰ محمود خان، د دفاع وزیر پرویز خټك، د مواصلات وفاقی وزیر مراد سعید او د مذهبي چارو وفاقی نور الحق قادری هم د وزیر اعظم سره ؤ۔ وزیر اعظم د خېبر پښتونخوا وزیراعلیٰ له په دې كامیاب لوبو كولو مباركي وركولو سره ووئيل مونږ له به خپل نوې نسل له د یونین كونسل په كچه د لوبو موقعې وركول وي۔ ده ووئيل د لوبو سيالو سره به د ځوانانو ټیلنټ رامخې ته شي۔ ژوند د پرله پسې سيالو ن??مه ده او د لوبو هلو ځلو سره د مقابلې اهلیت پیدا كېږي۔ ده ووئيل لوبو سره انسان نه يوازې په جسمانی توګه صحت مند وي بلكه لوبو كښې ماتې او بريا د ژوند د چینلجونو د مقابلې جوګه كوي۔ كه زه سپورټس مین نه وم نو تر 22 ك??له به مې سياست كښې مقابله كول نه وې زدكړې۔