اسلام آباد 13 مارچ (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئېلي دي د پاكستان پ??مخ??ګ د كراچۍ پ??مخ??ګ سره ??ړلې دے٬كراچۍ د هېواد په معيشت كښې د انجن آف ګروت كردار ترسره كوي٬وفاقي حكومت به د كراچۍ تعمير ٬ پ??مخ??ګ او ښېګړی لپاره ??پل كردار ترسره كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده په كراچۍ كښې د بشپړو شوو او نوو پروژو په حقله د جاج اخستو غ??نډ?? ته وېنا كښې وكړه۔په غونډه كښې د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر٬د بحري چارو وفاقي وزير سيد علي حېدر زيدي٬د سندھ ګورنر عمران اسماعيل٬اړوند وفاقي او صوبائي سېكترانو او نورو افسرانو ګډون وكړو۔وزيراعظم ته د سندھ لپاره ?? وفاقي حكومت د اړخه اعلان شوي 162 اربه روپو پ??مخ??يائي پیكج په حقله تراوسه پھ پېشرفت بريفنګ وركړی شو۔په غونډه كښې تراوسه بشپړو شوو او تر جون 2020 بشپړېدونكو پروژو په اړه بريفنګ وركړی شو۔غ??نډ?? ته ووئيل شول سخي حسن فلائي٬فائيو سټار او كے ډي اے فلائي اوورز٬ 6.4 كلوميټره ??وږد نشتر سړك دغسې منګهو پير سړك د يوې برخې پرانسته تېره ??ونۍ شوې ده۔غ??نډ?? ته ووئيل شول ګرين لائن بس رپيډ ټرانزټ سسټم انفراسټركچر به تر مارچ 2021 بشپړ كړی شي۔د بنارس نه تر جام چكرو 66 انچ واټر سپلائي لائن 95 فيصده كار بشپړ شوې۔د كراچۍ ميونسپل كارپورېشن فائر فائټنګ سسټم اپ ګرېډېشن په حقله ووئيل شول تراوسه په پروژه يو ارب څخه زياتې روبې خرڅ كړی شوې۔د دې منصوبې ترمخه 50 فائير ټېنډرې به سسټم كښې شاملولې شي۔په غونډه كښې د جناح ايونيو فلائي اوور جوړولو٬ګرين لائن فعاليت په حقله پېشرفت٬د سندھ په نورو سيمو كښې د وزيراعظم پیكج په اړه پ??مخ??يائي پروژو او پبلك پرائيوېټ پارټنرشپ ترمخه د بېلو پروژو په حقله هم بريفنګ وركړې شو۔په غونډه كښې پريكړه وشوه چې د سندھ انفراسټركچر ډوېلپمنټ ك??پن?? تنظيم نو او د كار استعداد به زياتولې شي دغسې چې په پ??مخ??يائي پروژو په وخت عملدرآمد باوري شي۔وزيراعظم عمران خان ووئيل په كراچۍ كښې د اوبو پاكولو او په خاص توګه سيورېج او د اوبو خينوالي مسئلې ته پام لرنې ته اړتيا ده