اسلام آباد ۔ 28 مارچ (اے پی پی) د وزيراعظم د اطلاعاتو ??و خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان په مشرۍ كښې و??اق ٬ د څلورو واړو صوبو ٬ آزاد جموں وكشمير او ګلګت بلتستان د اطلاعاتو ??و خپرونو وزيران او وياند كورونا ته ماتې وركولو له د ګډې هڅې لا فعاله كولو ٬ په فرنټ لائن خذمات ترسره كوؤنكو خبريالانو او ميډيا وركرز ته كورونا وائرس څخه د ساتنې حفاظتي كټس وركولو ٬ د كورونا وائرس په اړه په يره قابو موندلو او د فېك نيوز مخنيوي له په صوبائي كچه سمدستي ګامونه پورته كولو ته صلا شوي دي۔ د قومي رابطه كمېټۍ پرېكړو عام كولو او د كرونا مخنيوي مهم له د اطلاعاتو ??و خپرونو وفاقي وزات د 5 كروړه روپو خاص فنډ جوړ كړې۔ د اطلاعاتو ??وبائي وزارت به هم دې كښې خپله برخه اچولې شي۔ بهر هېوادونو څخه راتلونكې مر??ته ٬ وزیراعظم ریلیف پېکېج ، د اېن ډي اېم ا ے مرستې پلان ترسېوري لاندې ټولو صوبو سره مساوري مر??ته كولو له تګلاره وضعه كولې شي۔ د چين ډاكټرانو او تكنيكي ډلې څخه تربيت او د استعداد كار زياتولو څانګه كښې بشپړه استفاده ترلاسه كړې شي۔ د اطلاعاتو ټول صوبائي وزارتونه دې د كورونا وائرس څخه د روغ شويو وګړو په اړه معلومات د صوبائي او مركزي كچې ميډيا ته په وخت وركړي۔ ټولو صوبائي حكومتونو د روغتيا ٬ امنيت او ميډيا سره اړوندې چارې په بېړني بنيادونو ترسره كولو له غوښتلې شوي فنډز جاري كړې دي۔ څلور واړه صوبې ٬ آزاد جموں وكشمير او ګلګت بلتستان كښې د كرونا وائرس ريليف ټائيګر فورس او د اوورسيز پاكستانيانو فنډز كښې بشپړ ګډون له په سمدستي توګه د خپلو خپلو وړاندېزونو وفاق ته په لېږلو صلا شوي دي۔ تر دې دمه 3 خبريالان كورونو وائرس ځپلې دي۔ د اطلاعاتو ??وبائي وزارتونه به د خپلو خپلو صوبو د ميډيا هاؤسز بقاياجاتو ??ه حتمي شكل وركولو سره دا مسئله مستقل حل پلو بوځي۔ د خالي په ورځ ډاكټر فردس عاشق اعوان په مشرۍ كښې د اطلاعاتو وزارت او وياند وېډيو كنفرنس ??سلام آباد كښې وشو۔ ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل د دې كنفرنس مق??د په وفاقي او صوبائي كچه د ټولو ګامونو حوالې سره په ګډه د عملدرآمد وړ پلان جوړول دي چې مېوې ئې ښكته كچې ته ورسي۔ دې و??ئيل وزیراعظم عمران خان اېن ډی اېم اے خريدارۍ له يو فوكل ادار جوړه كړې ده چې ذمه واري ئې کرونا وائرس څخه بچ كېدو له ټول آلات ،ميډيكل كټس او حفاظتي ګامونه باوري كول دي۔ دې و??ئيل غونډه كښې دا پرېكړه وكړې شوه چې د اطلاعاتو وزارت وټس اېپ ګروپ به جوړولې شي۔ دې و??ئيل په تېره غونډه كښې د فېك نيوز په مخ نيوي هم خبرې شوې وې۔ دې و??ئيل د كورونو دلاسه چې كوم مړي كېږي نو دا د ميډيا بريكنګ نيوز وي ولې څومره كسانو ښه كېدو نه وروستو كورونو ته ځي دغه دې هم رامخې ته كړې شي۔ دې و??ئيل په ټول هېواد كښې خبريالان او ميډيا وركرز په فرنټ لائن دې جهاد كښې شريك دي۔ دوئي ته د اېن ډي اېم اے د لارې حفاظتي كټس وركولې شي۔ دې لپاره د اطلاعاتو ??وبائي وزارتونو څخه د خبريالان ډېټا غوښتلې شوې ده۔ دې و??ئيل د ميډيا وركرز او مالكانو ستونزو څخه خبر يؤ۔ دا يو تاثر وركولې شي چې حكومت د ميډيا اشتهارات بند كړې دي او بقايا جات وركولې نه شي۔ بلخوا خبريالو او ميډيا وركرز ته تنخاګنې او بقايا جات وركولې نه شي۔ د وفاق په كچه د وزيراعظم په هداياتو په معاشي ريليف پېكج كښې دننه د يو پلان آف اېكشن د لارې دا مسئله حل كولې شي۔ دې و??ئيل د بلوچستان حكومت وياند لياقت شاهواني وئيلي چې بلوچستان كښې په مجموعي توګه 17 مارچ څخه د لاك ډاؤن پرېكړه شوې و??۔ دې و??ئيل بلوچستان كښې جزوی لاک ډاؤن كښې اولسي اجتماعات محدود كړې شوي او سركاري دفترونه بند كړې شوي دي۔ دې و??ئيل ميډيا لپاره د بلوچستان حكومت 32 كروړه ريليز كړې دي۔ په دې مهال د خېبر پختونخوا د اطلاعاتو ??لاحكار ووئيل کے پی کے كښې مزدور طبقې ته ریلیف وركولو له د هېواد د مجموعي آبادۍ 43 فيصده 19 لكه كورنۍ جوړېږي ته د ريليف پېكج وركولو پرېكړه شوې ده۔ ده ووئيل کے پی کے حکومت د كورونا وائرس مق??بلې له د 11ارب 46کروړه روپو ٬ در وغتيا څانګې له 8ارب ،اېمرجنسی له 6 اربه او نورو څانګو له په مجموعي توګه د 32 ارب فنډز جاري كړې دي۔ دې د كے پي كے د اطلاعاتو ??لاحكار ته ووئيل كے پي كے كښې د وزیراعظم د کرونا وائرس ریلیف ټائیګرز فورس او اوسیز پاکستانیز فنډ حوالې سره وړاندېزونه راكړي۔ د سندھ د اطلاعاتو وزير ناصر شاه وړاندې وركړو چې د اطلاعاتو ??و خپرونو وزارت وډيو كنفرنس ??ې درې ورځې پس راوبللې شي دغسې چې يو بل سره اطلاعات ګډ كړې شي او د وفاق تګلارې په غوره ډول مخ په وړاندې لاړې شي۔ د پنجاب د اطلاعاتو وزير الحسن چوهان ووئيل د كورونا وائرس په موقعه ټول قام يكسوئۍ سره دې جنګ كښې برخه اخلي۔ دې و??ئيل د پنجاب اعلی وزير 8 ډويژنو 62 اربه روپۍ جاري كړې دي چې ورسره به نوې لېبارټرۍ جوړې كړې شي۔ دې و??ئيل كرونا څخه شهيد شوي ته به 8 لكه روپۍ د مالي مرستې په توګه وركولې شي۔ خصوصي مرستيالې د كنفرنس په اختتام ووئيل د منافع خورو ٬ ذخيره اندوز په ضد زيرو ټالرنس ??ې۔ په ستونزه او وبا كښې هم يو موټې عناصر خپلو ګټو لپاره د پاكستان ګټو ته زيان رسوي۔ دوئي به د عبرت نښه جوړولې شي۔ دې و??ئيل د دې نړيوال چېلنج مق??بلې كولو له د هر ډول په مر??ته كولو د چين مننه كوو۔ دې و??ئيل د ريليف پړاؤ پېل كېدونكې دې او دې لپاره حكومت ټول صلاحيتونه او وسائل كاروي۔ دې و??ئيل په پېښو مسئلو قابو موندلو له به د يو بل مر??ته كولو سره هڅې مخ په وړاندې بوتلل وي۔