اسلام آباد۔ 12 اپریل (اے پی پی) د وزیر اعظم عمران خان په مشرۍ كښې د كورونا ??ائرس موجود صورتحال ٬ د دې مخنيوي له د اقداماتو ٬ د صنعتونو او معاش?? هلو ځلو روانولو په اړه تګلارې وضعه كولو او د سباؤن لائحې ترتيب كولو حوالې سره د لوړې كچې غونډه وشوه۔ د وزیر اعظم آفس میډیا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې غونډه كښې وفاقي وزيرانو مخدوم خسرو بختیار، اسد عمر، اعجاز احمد شاہ، عمر ایوب، حماد اظهر، سید فخر امام، صلاحكار عبدالرزاق داؤ??، خاص مرستيالانو ډاکټر معید یوسف، ډاکټر ظفر مرزا، بیرسټر شهزاد اکبر، تانیه ??دریس، د کووېډ۔19 فوکل پرسن ډاکټر فېصل، چیئرمېن اېن ډی اېم اے او نور اعلی چارواكي موجود وو۔ د پنجاب او خېبر پختونخوا اعلی وزيرانو د وېډيو لنك د لارې غونډه كښې ګډون وكړو