اسلام آباد 24 جون (اے پی پی) قامی اسمبلۍ د يو مذهبی سكالر د اړخه په سوشل میډیا د سیده كائنات رضی الله تعالیٰ عنها په حقله د بیان غندنه كړې ده ا?? د صحابه كرام، اهل بیت ‘ ازواج مطهرات او نورو هستیو بارګاه كښې اشاره‘ كنایته تحریراً ‘ تقریراً يا په كوم هم انداز بې ادبي او ګستاخي ئې د غندنې وړ او نه قبلونكې ګرځولې ده ، دغسې اسمبلۍ په حكومتی كچه د ګامونو پورته كولو او دې لپاره په موجوده قوانین عملدرآمد سره سره دغه قوانین لا سختولو لپاره د ترميم د لارې د لا مؤثره كولو قرارداد په يوه خله منظور كړے ۔ د ش??رو په ورځ قامی اسمبلۍ كښې د پارلماني چارو وزیر علی محمد خان قواعد معطل كولو سره د قرارداد وړاندې كولو اجازه ا??غوښتله۔ د غونډې منظورۍ نه پس د پیپلز پارټۍ شګفته جمانی قرارداد وړندې كړو۔د قرارداد متن كښې وئيلي شوي دا ايوان په بارګاه ا?? السادات‘ مخدوم كائنات دختر مصطفی خاتم النبیین ‘ ام الحسنین كریمین‘ سیده طیبه‘ طاهره‘ راضیه مرضیه‘ خیرالنساء سیده فاطمه ا??بتول الزهره رضی الله تعالیٰ عنها وسلام الله علیها بارګاه عالی مرتبت كښې په كروړونو ځله هدیه سلام او عقیدت وړاندې كوي۔ حضرت حذیفه بیانوي چې ??سو?? اكرم ﷺ خاتم النبیین فرمائيلي دي يوه فرښته كومه به چې د ش??ې څخه وړاندې زمكې ته نه راتلله هغې اجازه ا??غوښتله چې زه سلام كولو له حاضريږم او دا زېرے ئې وركړو چې حضرت فاطمه رضی الله تعالیٰ عنها اهل جنت د ټولو ميرمنو سرداره ا?? امام حسن رضی الله عنه ا?? امام حسین رضی الله عنه د جنت د ټولو ځوانانو سرداران دي۔ ??سو?? اكرم ﷺخاتم النبیین وفرمائيل فاطمه زما د ځان برخه ده چا چې خفه كړه نو هغه زه خفه كړم۔ حضرت عبدالله بن زبیر فرمائي چې ??سو?? اكرم ﷺ خاتم النبیین فرمائيلي دي بې شكه فاطمه زما د ځان برخه ده۔