اسلام آباد ۔ 27 اگست (اے پی پی) د كشمير پارلماني كمېټۍ چيئرمېن شهريار خان آفريدي سره ترك سفير مصطفی يرداكول ملاقات وكړو كوم كښې چې د دوه اړخيزه اړيكو په شمول د مقبوضه كشمير په ص??رت??ال خبرې وشوې۔ په دې مهال خپلو خبرو كښې شهریار خان آفریدی ووئيل د مقبوضه كشمير د مظلوم اولس په بشپړه ملاتړ كولو ترك مشرتابه او اولس ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كوم۔ د آزادۍ منزل نزدے دے۔ كشميرې اولس ټولو چېلنجونو له تيار دے۔ شهریار خان آفریدی ووئيل ترك صدر رجب طيب اردوان د كشميريانو او د هندوستاني اقليتونو په ضد د هندوتوا حكمرانانو ناپاكې منصوبې په ډاګه كړې۔ ده ووئيل د هند لخوا په كشمير د كوم هم ډول مهم جوئي د سيمې ام?? خطر سره مخ كولې شي۔ د كشميي?? كمېټۍ چيئرمېن آفريدي ووئيل تركيه ټوله اسلام?? نړۍ د خپل شريك دښمن په ضد يو موټې كولو له د لارښودنې كردار ترسره كوي۔