اسلام آباد ۔ 29 اګست (اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د عاشورې ورځې په موقعه د قوم په نامه ??پل پېغام كښې وئيلي دي د عاشورې ورځې مو??ږ ته هغه عظيمه قرباني يادوي كومه چې د رسول كريم (ص) نمسي امام حسېن (رض) او د هغه ملګرو د دين حفاظت او حرمت لپاره وركړې وه۔ د حضرت امام حسېن (رض) قربانيو څخه د ژوند په هر?? يوه څانګه كښې مو??ږ ته لارښودنه ترلاسه كېږي۔ كه د هغه د هڅو بېلو اړخونو نظر كښې نيولو سره د خپلې لارې تعين وكړې شي نو نن چې ټولنه كومو مسئلو سره مخ ده په هغې آسانۍ سره قابو موندلې كېدې شي۔ ده ووئيل د كربلا پېښه مو??ږ ته دا هم ښائي چې مونږ دې ځان كښې حق ته د حق او باطل ته د باطل وئيلو حوصله پې??ا كړؤ۔ ده ووئيل مونږ له به په دې موقعه حضرت امام حسېن او د ده ملګرو (رض) ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره دا لوظ كول وي چ?? انفرادي او اجتماعي چارې به د نبي كريم (ص) د كورنۍ اتباع كولو سره ترسره كوؤ۔ لوئے څښتن دے د ټولو مل او مددګار شي۔