كراچي 3 اكتوبر (اے پي پي) د سندھ ګورنر عمران اسماعيل او د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وز??ر اسد عمر سره د ګرېنډ ډيېموكرېټك الائنس (جي ډي اے) یو پلاوي ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ د جاري شوې ا??لاميې له مخې دغه ملاقات كښې وفاقي وز??ران ډاكټر فهميده مرزا او محمد مياں سومرو موجود وو۔ د ګرېنډ ډېموركرېټك الائنس لخوا نصرت سحر عباسي ، ارباب غلام رحیم او عرفان الله خان مروت هم ملاقات كښې ګډون وكړو۔ په دې موقعه د تحریک انصاف غړو فردوس شمیم نقوي ، حلیم عادل شېخ ، خرم شیر زمان او نورو هم شتون درلود۔ ملاقات كښې د سندھ صوبې بېلو ضلعو لپاره د وفاقي حكومت په پراختیایي منصوبو بحث ??شو۔ د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وز??ر اسد عمر په دغه صوبه كښې د بېلابېلو پرمختیايي پروژو په اړه بريفنګ وركړو۔ اسد عمر ووئیل چې وفاقي حکومت له خپلو متحدینو سره په دوامداره تماس کښې دے. د سندھ ګورنر ووئیل چې وفاقي حکومت د وز??راعظم په هدايت د سندھ صوبې د پرمختګ لپاره ګامونه اخلي ځکه چې وز??راعظم د سندھ صوبې ته ډیر اهمیت ورکوي. هغه ووئیل چې وفاقي حکومت لكه د كراچۍ نورو ضلعو لپاره هم په پرمختيائي پېكج كار كوي