اسلام آباد۔18نومبر(اے پی پی) د خارجه چارو وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې پاكستان به د افغانستان په شمول منطقه كښې امن په ځائې كولو له خپلې مخلصانه هڅې روانې ساتي۔ سولييز افغانستان د ټولې منطقې امن او استحكا?? لپاره ډېر ضروري دے۔ هغه د شورؤ په ورځ خارجه وزارت كښی د خارجه چارو مشاورتي كونسل 15 مې غونډې مشري كوله۔ غونډه كښې د خارجه چارو پارلېماني سېكټري عندليب عباس ٬ خارجه سېكرټري سهېل محمود ٬ پخوانو سفيرانو ٬ د نړيوالو چارو پوهانو او د مشاورتي كونسل نورو غړو ګډون كولو۔ غونډه كښی منطقه كښې د امن په وضعه ٬ د اسلامو فوبيا په زياتېدونكي رجحان او خارجه پالېسۍ س??ه په اړوندو مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ خارجه وزير غونډه كښې ګډون كوؤنكي د هند لخوا پاكستان كښې د ترهګرۍ كارروائيو ملاتړ كولو او د رياست مخالفو ډلو مرستې كوټلې شواهدو نه خبر كړل۔ هغه ??وئ??ل وزيرعظم د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 75 مې غونډې ??ه د وېډيو لنك د لارې چې كوم خطاب وكړو د هغې ټولې نړۍ س??ائنه كړې۔ هغه ??وئ??ل د تېرو دوه م??اشتو په م??ال خارجه وزارت د پبلک ډپلومېسی حوالې سره م??م ګامونه پورته كړې دي۔ هغه ??وئ??ل مونږ خارجه وزارت كښې’’د كشمير تورې ورځې‘‘ حوالې سره د بېلو تعليمي ادارو طالبعلمانو ترمينځ په كشميري اولس د روانو ظلمونو سرخط سره د آرټ او تقريري مقابلې وكړې