اسلام آباد 23 نومبر (اے پي پي) و??ير??عظم عمران خان د کرونا وباﺀ خپرېدو لاره نيولو او د عامو وګړو ژوند محفوظه كولو لپاره د ټولو ممكنه اق??ام??تو امر كولو سره وئيلي دي پاکستان د کرونا په وړومبۍ چپه كښې د تقليد وړ لائحه خپلولو او په وخت پرېكړې سره په وباء قابو موندلے چې نړۍ ئې معترف ده، اوس مونږ له په دوېمه چپه كښې د سنجيدګۍ٬ توازن او د احتياط نه كار اخستل پكار دي۔ ده د ګل په ورځ د هېواد په كچه د كرونا د مجموعي صورتحال په اړه د اعلٰې كچ غونډې مشري كوله۔ په غونډه كښې وفاقي و??ير??نو مخدوم خسرو بختيار، شفقت محمود، حماد اظهر، سنيټر شبلي فراز، اعجاز شاه او د اسد عمر نه علاوه خاص مرستيالو، ثانيه نشتر، ډاکټر فېصل سلطان، عبدالرزاق داؤد او وزير مملكت علي محمد خان ګډون كولو۔ د و??ير??عظم ميډيا آفس له مخې په دې موقع د اېن سي او سي لخوا د شوو پرېكړو په اړه و??ير??عظم ه??واد كښې د كرونا خپرېدو٬ وباء څخه د قېمتي ځاني زيان او د روغتونونو د كار استعداد پشمول د بېلا بېلو اړخونو نه خبر كړے شو۔ په دې موقع و??ير??عظم ووئيل پاکستان د کرونا په وړومبۍ چپه كښې د تقليد وړ لائحه خپلولو او په وخت پرېكړې كولو سره په وباء قابو موندلے چې نړۍ ئې معترف ده، اوس به مونږ په دوېمه چپه كښې د سنجيدګي٬ توازن او د احتياط نه كار اخستل پكار دي۔ و??ير??عظم د کرونا وباﺀ خپرېدو لاره نيولو او د عامو وګړو ژوند محفوظه كولو لپاره د ټولو ممكنه اق??ام??تو هم امر وكړو۔ دغسې و??ير??عظم په دې لړ كښې د په بېلا بېلو چارو پرېكړې كولو او مشاورت لپاره د كو??ېډ-19 په اړه د قامي رابطه كمېټۍ غونډې رابللو هم سپارښتنه وكړه