اسلام آباد 03 دسمبر (اے پي پي) د وز??راعظم عمران خان په مشرې كښې د پاكستان آئي لېنډ ډوېلپمنټ اتهارټۍ او د راوي اربن ډوېلپمنټ اتهارټۍ په اړه د زيارت په ورځ غونډه وشوه. په غونډه كښې د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وز??ر سېنېټر شبلي ??راز، د بحري چارو وفاقي وز??ر سيد علي حېدر زېدي، د وز??راعظم خاص مرستيالانو ډاكټر شهباز ګل او سيد ذوالفقار عباس بخاري، د سندھ ګورنر عمران اسماعيل، د نوي پاكستان هاٶسنګ اتهارټۍ چيئرمېن ، د راوي ډوېلپمنټ اتهارټۍ چيئرمېن او د پاكستان آئي لېنډ ډوېلپمنټ اتهارټۍ چيئرمېن او نورو اعلٰي ??ارواكو ګډون وكړو. د وز??راعظم دفتر د مېډيا څانګې لخوا جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې وز??راعظم د دواړو پروژو په اړه تر اوسه د شوي پرمختګ څخه خبر كړے شو. وز??راعظم عمران خان ووئيل چې د كورونو په څانګه كښې زياتېدونكي طلب په نظر كښې ساتلو سره دا دواړه پروژې ډېرې مهمې دي. وز??راعظم هدايت وكړو چې د دې پروژو د مثبت اړخونو په ډاګه كولو ضرورت دے. اولس دې خبر كړے شي د دې پروژو د لارې زمونږ د يو شمېر معاشي او ماحولياتي ستونزو حل ممكن دے. خلق به د نوكرې او روزګار موقعې ولري او ماحولياتي الودګي به كمه شي. وز??راعظم ووئيل چې بهر مېشته پاكستانيان به په دې پروژو كښې شاملول وي. ده هدايت وكړو چې پروژې دې په ټاكل شوي وخت كښې ترسره كړے شي.