اسلام آباد 14 جنوري (اے پي پي) وزيراعظم ع??را?? خا?? سره د آذربائيجان خارجه وزير صبح جيهون بېراموف د زيارت په ورځ ملاقات كړے. د ملاقات په مهال په دوه اړخيزه اړيكو ، سيمه ايزو او نړيوالو چارو خبرې شوي. وزيراعظم د آذربائيجان مشرتابه او اولس ته په مقبوضه سيمو آزادولو مباركي وركړه او په آزادو شوو سيمو كښې بيا رغونې او پرمختګ لپاره ئې د پاكستان لخوا د بشپړه مرستې باور وركړو. د وزيراعظم د ??ېډ??ا دفتر لخوا جاري بيان له مخې د ملاقات په مهال وزيراعظم په غوره دوه اړخيزه س??اس?? اړيكو د اطمينان ??رګ??دونه وكړه او د تجارت او توان په څانګو كښې د مرستې زياتولو په اهميت ئې زور راوړو. د آذربائيجان خارجه وزير د آذربائيجان صدر الهام عليوف لخوا وزيراعظم ته د نېكو هيلو پېغام ورسولو او د نګورنوكاراباخ په شخړه ئې د پاكستان لخوا د پرله پسې ملاتړ مننه وكړه او د جمو كشمير په شخړه ئې د آذربائيجان لخوا د پاكستان د پرله پسې ملاتړ او يووالي ??رګ??دونه وكړه. ده په ټولو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې زياتولو د خواهش ??رګ??دونه هم وكړه