اسلام آباد۔ 18جنوری(اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي اپوزيشن له تر رېډ زون راتللو اجازه وركوؤ۔ د الېكشن كمېشن په وړاندې لاريون كښې به كوم خنډ نه اودروو۔ هيله ده چې رېډ زون كښې د مهمو ودانيو به خيال وساتلے شي۔ قانون لاس كښې د اغستونكو په ضد به قانون خپله ??ار جوړوي۔ د مولانا لاس له ??ېڅ هم ورتلونكې نه دي٬ هغه استعمالېږي۔ دا به باوري كول وي چې په لاريون كښې به د مدرسو ماشومان ګډون نه كوي۔ پي ټي آئي په الېكشن كمېشن كښې بهر هېوادونو څخه د پېسو رالېږونكو 40 زره كسانو تفصيل جمع كړے۔ (ن) لیګ او پیپلز پارټۍ به د پېسو رالېږونكو 4 زره كسانو تفصيل جمع نه كړے شي۔ په ختم نبوت اېكټ كښې ن ليګ بدلون كول غوښتل خو د هغغې لاره ما ني??لې وه۔ د اسرائیل تسليمولو سوال هم نه پېدا كېږي۔ براډ شیټ، د پانامه پارټ ټو دے۔ نېب يوه آئيني اداره ده ٬ د دې د تنګولو به چاله اجازه ورنه كړے شي۔ د ګل په ورځ خبري كنفرنس ته خطاب كښې وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وو??يل نن د امن وضعې جاج اغستو له ??وه غونډه شوې ۔ هغه وو??يل د وفاق المدارس د مشر مولانا حنيف جالندھري ډېر احترام كوم۔ هيله ??رؤ چې د مدرسو كوم ماشوم به د اپوزيشن په لاريون كښې شامل نه وي۔ په اسلام آباد كښې 561 مدرسې دي كومو كښې چې 92 رجسټرډ دي۔ هغه وو??يل په اولني ځل اپوزيشن ته رېډ زون كښې د احتجاج كولو اجازه وركولې شي۔ هغه وو??يل نن زما وزيراعظم عمران خان سره ملاقات شوے۔ هغه ماته اجازه راكړې ۔ وزيراعظم د مدرسو په اړه هم پوښتنه كړې۔ هغه وو??يل مدرسې د اسلام منارې دي۔ هغه به كومه غلطي نه كوي۔ هغه وو??يل كه په احتجاج كښې د مدرسو كوچنيان راوستلے شول نو قانون به په حركت كښې راځي او د دغه مدرسو په ضد به كارروائي كولې شي۔ كه استاذان راځي نو دا بيله خبره ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه وو??يل د اسرائيل تسليمولو سوال هم نه پېدا كېږي۔ د اپوزيشن په دې معامله احتجاجونه وخت ضائع كول دي۔ د خ??م نبوت قانون كښې ن ليګ بدلون كولو خو د هغې لاره ما ني??لې وه او فضل الرحمن دغې له ??وټ وركړے ؤ۔ شېخ رشيد احمد وو??يل څوك دا جرات نه لري چې د خ??م نبوت په قانون كښې د بدلون منظوري وركړي۔ هغه وو??يل د انصار الاسلام غړي كه په يونيفارم كښې د ډانګو سره راغلل نو د قانون له ??خې به كارروائي كولې شي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې هغه وو??يل د وېزې لپاره دستاوېزات چې كومو كسانو وړاندې جمع كړي هغوي ته به په پخوانۍ طريقه ترلاسه كېږي۔ نوې وېزا به آن لائن ترلاسه كېږي۔ ویزا به آن لائن وي او اېګزټ به هم آن لائن وي۔ مونږ له به كرپشن ختمول وي۔ كه د چا جائز مسئله ??ي او كاغذات مكمل وي نو يوه ورځ كښې به دا مسئله حل كړے شي۔