اسلام آباد 25 جنوري (اے پي پي) د وزيراعظم خاص مر??تيالې ډاكټر ثانيه نشتر د احساس اهلكارو سره د ګل په ورځ د مر??ان دوره كړې۔د دورې په مهال ډاكټر ثانيه نشتر ويمن يونيورسټي مر??ان كښې په كال 20۔ 2019 كښې احساس آنډرګريجوېټ سكالرشپ ترلاسه كوون??و سره پالېسي ډائيلاګ كښې ګډون وكړو۔د پوهنتون وائس چانسلرې پروفيسر غزاله ياسمين او د فيكلټۍ نورو غړو هغې ته هركلے اووې ۔په دې ډائيلاګ كښې د 100 نه زياتو انجونو برخه واخسته۔هغوي په ??ې خبره خپل خيالات بيان كړل چې د كلي والو سيمو انجونې د مېرټ سكالرشپ نه څنګه ګټه پورته كولې شي۔دا خبره دې ياده وي تېر كال 50 زره 762 زده كوونكو د 4.9 ملين احساس انډرګريجوېټ سكالرشپ نه استفاده كړې وه ۔په مجموعي توګه 125 سركاري پوهنتونونو كښې مستحقو زده كونكو ته به په څلورو كلونو كښې 2 لكه سكالرشپس وركولې شي۔د كال 20۔2019 لپاره د ويمن يونيورسټي مر??ان نزدې 400 انجونو دےخواستونه وركړی وو كومو كښې چې 124 ته احس??س سكالرشپ وركړے شو۔وروستو ډاكټر ثانيه نشتر ځايې خبريالان او ضلعي انتظاميه سيمه كښې د روانې احساس غربت سروے څخه خبرولو له خبري كنفرنس ته خطاب وكړو۔هغې ووئيل دا مهال مر??ان كښې احساس غربت سروے 71 فيصد٬ټول خېبرپښتونخوا كښې 45 فيصد او ګرد هېواد كښې 65 فيصد ترسره شوې او د سږ كال تر جون مياشتې به دا په ګرد هېواد كښې بشپره شي۔