اسلام آباد 07 فروري (اے پي پي)د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ او د مينځني ختيز خاص استازي او د پاكستان علماﺀ كونسل چيئرمېن حافظ محمد طاهر محمود اشرفي وئېلي دي چې پھ پاكستان كښې د توهين مذهب او د توهين ناموس رسالت د قانون غلط استعمال نه كېږي٬كه چا سره ثبوت وي نو هغه د?? دليل سره وړاندې كړي٬ځينې عناصر د پاكستان دښمن قوتونو په وېنا د توهين مذهب او ناموس رسالت قانون په نښه كوي٬حكومت په هره كچه د قانون د غلط استعمال مخ نيوې كړی او په د?? لړ كښې رابطه سېل جوړ كړی شوې۔ده دا خبرې د اتوار په ورځ د اسلام آباد په چرچ كښې د وېنا كولو په م??ال وكړې۔په د?? موقع بشپ ارشد ، مولانا قاسم قاسمي ، مولانا محمد شفیع قاسمي ، مولانا ابو بکر صابری، مولانا طاهر عقیل اعوان ، مولانا نعمان حاشر هم موجود وو۔ده ووئيل چې د پاكستان په جوړولو كښې د مسلمانانو او غېر مسلمو شريكې هڅې شاملې دي٬اسلام د امن٬سلامتيا او اعتدال دين دې۔اسلام د غېر مسلمو د حقونو مح??فظ دې۔د پاكستان آئين د مسلمانانو او غېر مسلمو د حقونو ټاكنه كړی۔ده ووئيل چې ټولو ادارو او اېن جي او ګانو ته بلنه وركوو چې د اقليتونو حقونو په اړه د?? مثبت تجويزونه تيار كړي۔مونږ به يې هركلے كوو۔ده ووئيل چې د جبري مذهب بدلولو او د وادونو په پیښو كښې ځانګړې كمې راغلې داسې پېښې به په مكمل توګه ختمولې شي۔د مارچ په وړومبۍ اونۍ كښې به د ټول مكاتب فكر او مذهب د مهمو غړو غونډه رابللې شي۔د دستورې نه پس خبريالانو سره په خبرو كښې ده ووئيل چې د جبري مذهب بدلولو او وادونو پھ اړه شمېرې په غلط انداز كښې وړاندې كولې شي٬مونږ دا نه وايو چې داسې پیښې نه د?? شوي خو د دې پیښو مخ نيوي به كولې شي۔پھ پاكستان كښې اوسېدونكې اقليتونه برابر حقونه لري