اسلام آباد 08 مارچ (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي ?? قانون س??زې?? اداره جاتي او موثره انتظامي اقداماتو د لارې مېرمنو ته په سياسي، معاشي او سماجي توګه اختيار وركولو كښې مونږ ځانګړے پرمختګ كړے.د ژوند په هره څانګه كښې مېرمنو ته حقونه وركول او د دوي ګډون باوري كولو ته مونږ پام لرنه كوو ۔د ګل په ورځ د مېرمنو نړيوالې ورځې په موقع په خپل پېغام كښې خارجه وزير وو??يل نړيوالې ټولن?? سره په ګډه نن مونږ د مېرمنو نړيواله ورځ لمانځو۔دا مېرمنې بااختياره جوړولو سره دا ورځ د پرمختګ خوشحالۍ لمانځلو او زمونږ د اجتماعي عزم د پخلي ورځ ده چې دغسې مونږ د مېرمنو حقونو او احترام لپاره هڅې زياتې كړو. خارجه وزير وو??يل د كورونا وبا په مشكل پړاٶ كښې مېرمنو د جرات او صلاحيتونو څرګندونه كړې. ده وو??يل مونږ په عزم سره د مېرمنو حقونو لپاره اقدامات كوو او مونږ به خپل هدف سر كوو كه هر څو په دې لار كښې مشكلات ډېر دي.