اسلام آباد۔23مارچ(اے پی پی) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني او ډپټي چيئرمېن مرزا محمد آفريدي د سېنېټر هدايت الله كور ته لاړو او هغه سره ئې د هغه د تره پخواني سېنېټر او خان آف ناوګۍ په مړينه غمراي وكړه۔ هغوي ووئيل د پخواني سېنېټر په حق رسېدو راته ډېر خفګان شوے۔ د سېنېټ چيئرمېن صادق سنجراني ووئيل د ارواښاد سياسي او سماجي خذمات به ټول عمري ياد ساتلې شي۔ هغه دعا وكړه چې لوئے څښتن دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔ س??نېټرز منظور کاکړ، نصیب اللہ بازئی، فی??ل سلیم ، ذیشان خانزادہ ،احمد خان او سجاد حسېن طوری هم ه??وي سره وو۔