اسلام آب??د۔1اپرېل(اے پی پی) د وزیراعظم د سي ډي اے چارو خصوصي مرستيال علي نواز اعوان وئيلي دي دا زمونږ د حكومت د پالېسيو نتيجه ده چې د هند وزيراعظم عمران خان ته د پاكستان ورځې په موقعه مباركي وركوي۔ نن د پاكستان د زرمبادله پنګې 23 اربه ډالره ته رسېدلې ??ي۔ 25 كاله وروسته راول ډېم نه اسلام آباد ته 2 ملينه ګېلنه اوبه ?? روزانه په بنياد وركول پېل شوي دي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د زيارت په ورځ په راول ډېم واټر ورکس اسلام آباد ته راول ډېم نه د اوبو رسنې پرانستې دستورې ته خطاب او ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ هغه ووئيل تجارت د هېواد په ګټه كولے شي او مونږ د هند نه چينې په ارزانه بيعه ترلاسه كوؤ۔ مونږ خپل ګاونډي بدلولے نه شؤ او ګاونډي هېواد سره ښې اړيكې د خبرو اترو د لارې مخ په وړاندې تللې ??ي۔ عمران خان كشمير هېر كړے نه دے ٬ هغه د نواز شريف په ډول حريت لارښودو سره د ملاقات نه انكار نه دے كړے۔ هغه ووئيل زمونږ د حكومت د پالېسيو له امله ډالر 15 روپۍ كم شوے او د 152 كچې ته راغلے دے۔ د هېواد د زرمبادلې پنګې په اولني ځل 23 اربه ډالره ته رسېدلې ??ي۔ هغه ووئيل پاكستان نړۍ سره غوره اړيكې لري چې سبب ئې زمونږ غوره خارجه پالېسي ده۔ د وزیراعظم خصوصي مرستيال ووئيل مونږ اسلام آباد كښې د اوبو د كمي ستونزه لرې كولو له بشپړه هڅې كوؤ او نن نه د راول ډېم څخه د روزانه په بنياد 2 ملينه ګېلنه اوبه ?? ښار بېلو سېكټرو ته رسول پېل كړے شي۔ هغه ووئيل اسلام آباد لپاره چې وفاقي وزير اسد عمر كوم خذمات وړاندے كړے هغې نه انكار نه شي كېدې۔ هغه د دې ښار بهترۍ له ټولې ممكنه هڅې كړې دي