اسلام آباد 28 اپريل (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني نړيوال امن او باور زياتولو كښې د پا لماني غړو کردار په اړه ??رک??انستان كښې نړيوال کنفرنس ته د ويډيو لنك د لاري خطاب کښې ووئيل سيمه ايز او نړيوال امن د كوم هم هېواد د پرمختګ او سوكالۍ ضمانت وي ، د يو اولسي ستازي په حيث به پارلماني غړو له به په نړيواله كچه امن او د باور وړ چاپيرچل راپيدا كولو له تعميري کردار ترسره كول وي۔د سېنېټ چيئرمېن دا كنفرنس سرخط مهم ګرځولو سره ووئيل د دې نوعيت د نړيوال کنفرنس کولو درناوے د ??رک??انستان مجلس چيئرپرسن ګلسات مميدوا ته ترلاسه دے۔چا چې د كورونا وائرس وبا له امله د مزل بنديزونو او ستونزو باوجود د دې نوعيت بين الپارليماني کنفرنس باوري ك??ے۔محمد صادق سنجراني ووئيل د قامونو ترمينځه د باور او امن اهميت رامخي ته كولو په مسئله اطمينان محسوسوم۔ د سېنېټ چيئرمېن د ??رک??انستان قيادت او اولس له د آزادۍ په 30 كاله پوره كيدو مباركي وكرړه۔ ده ووئيل پاکستان او ??رک??انستان خپلو كښې د ورورولۍ اړيكي لري او هم دغه وجه ده چې د دواړو هېوادونو ترمينځه د سي پيك پشمول بيلو څانګو كښې شريك معاونت او د رابطه کارۍ سلسله روانه ده ۔ده ووئېل په تير وخت كښې هم تجارت ته وده وركولو له شريكې لوظنامې لاس ليك شوي۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل د پارلماني پلاويو تګ راتګ سره به مرسته او سرمايه کارۍ لپاره نوي لاري پرانستلې شي۔دوه اړخيزه يا ګڼ اړخيزه مرسته عمر له د امن او باور په بنياد وي۔د سېنېټ چيئرمېن د ??رک??انستان مثبت او غير ج??نب??اره تګلاره ستائلو سره ووئيل د ملګرو ملتونو 73مي غونډه كښې د ??رک??انستان د اړخه كال 2021 د امن او باور كال ګرځول د ??رک??انستان د مثبت او غير ج??نب??اريت پاليسۍ څرګندونه ده او د پاکستان قيادت هم په دې پاليسۍ ولاړ دے۔ محمد صادق سنجراني ووئيل وزيراعظم عمران خان د نړۍ قامونو ترمينځه د امن او باور فضا بحالۍ له چمتو د?? ، ??م ده وجه ده چې پاکستان عمر له په سيمه ايزه او نړيواله كچه خبرو اترو له په جارحيت فوقيت وركړے۔