اسلام آباد 30 اپرېل (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين په مشرې كښې د او??رس??ز انوېسټمنټ چېمبر آف كامرس اېنډ انډسټري او د پاكستان بزنس كونسل شريكه غونډه د جمعې په ورځ د خزانې په وزارت كښې وشوه. د خزانې وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې په غونډه كښې د وزيراعظم د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داٶد او د خزانې خ??ص مرستيال ډاكټر و??ار مسعود هم ګډون وكړو. په دې موقع په خپله وېنا كښې د خزانې وفاقي وزير شوكت ترين ووئيل حكومت كاروباري طبقې ته مراعات وركولو لپاره پوخ عزم لري چې دغسې په سباٶن كښې كاروباري ماحول ښه پرمختګ وكړي. ده ووئيل زمونږ مقصد پائيدار اقتصادي پرمختګ دے چې ورسره به په صنعتونو كښې زياتوالے راشي، د روزګار نوې موقعې به راپېدا شي او د درامدات په بدل كښې به برآمدي معيشت وده وكړي