اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) د پارلماني چارو وزيرمملكت علي محمد خان وئيلي دي اولس دې د رمضان المبارك په وروستې ع??ره كښې او په خاص توګه د اختر په مهال د كورونا په اېس او پيز په سختې سره عمل باوري كړي، په هېواد كښې د كورونا كېسونه مخ په زياتېدو دي او په روغتون??نو فشار دے، بايد هر يو وګړے احتياطي تدابير خپلولو سره د قامي ذمه وا??ې ثبوت وركړي. د ګل په ورځ پي ټي وي سره په خبرو كښې ده ووئيل حكومت اولس د وبا څخه بچ كولو لپاره ټول ضروري اقدامات كوي خو د اولس د مرستې نه بغېر څه كول ممكن نه وي. ده خلقو ته خواست وكړو چې زر تر زره دې وا??سي?? ولګوي چې دغسې دوي د وبا څخه بچ شي. په دې موقع وزير مملكت د وزيراعظم عمران خان او د خېبر پښتونخوا وزيرعلٰی لخوا قبائيلي سيمو لپاره د پرمختيائي سكيم??نو په اعلان من??ه وكړه.