اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني اهل اسلام او په خاص توګه پاكستانيانو ته د وړوكي اختر په موقع مباركي وركړې ا?? وئيلي ئې دي چې الله تبارك تعالٰی مونږ ته د رمضان المبارك د فيوض و بركاتو څخه د مستفيد كېدو موقع راكړه. الله تعالٰی دې د ټولو مسلمانانو عبادات او دعاګانې قبولې كړي. ده ووئيل چې د وړوكي اختر ورځ د رمضان المبارك په اړه د رحمت الٰهي د تكميل او د مننې ورځ ده. د رمضان عبادات د تقوٰی، ضبط نفس، ايثار او د قربانې پشان خوبې نورې هم په ډاګه كوي. ديني او دنياوي كاميابۍ لپاره دا ضروري ده چې م??نږ ټول كال هم د داسې جذبې او طرز عمل څرګندونه وكړو. محمد صادق سنجراني ووئيل چې نن د اختر خوشحالې لمانځلو سره د دې خب??ې خاص خيال ساتل هم ضروري دي چې م??نږ خپل خپلوان، ګاونډيان او په خوا او شا كښې ضرورت وروڼه او خوئندې هم په خپلو خوشحالو كښې شريك كړو ځكه چې د اختر رښتينې خوشحالي په هغه صورت كښې ترلاسه كېږي كله چې په دې كښې ټول خلق شريك شي. هم دا زمونږ د مذهب تعليمات دي او زمونږ د ټولنې وصف دے. د سېنېټ چيئرمېن اهل اسلام ته خواست وكړو چې په دې مباركه مياشت كښې دې دعا وكړي چې ټول انسانيت د كو??ونا د وبا څخه بچ كړي. ده پاكستانيانو ته خواست وكړو چې د اختر رخصتې په مهال دې د كو??ونا په اېس او پيز عمل باوري كړي چې دغسې خپل ځان او نور هم د وبا څخه بچ كړې شي. د سېنېټ ډپټي چيئرمېن هم قوم ته د وړوكي اختر مباركي وركړه.