اسلام آباد۔30مئی(اے پی پی) د موسمیاتی بدلونونو د سبب جوړېدونكو ګېسونو په اخراج كښې د پاكستان برخه د نشست برابر ده او بياهم د نړۍ تر ټولو زيات ځپلې هېوادونو كښې شمېرلې شي۔ د دې باوجود د وزيراعظم عمران خان حكومت د ګلوبل وارمنګ او م??حولياتي انحطاط له امله د رامخې شوې نړيوالو چېلنجونو م??نيوي له لويې او انقلابي ګامونه پورته كړي ??ي۔ هېواد كښې چاپېرچل پاك ساتلو او د قدرتي ماحول تحفظ او بحالۍ له بېلې منصوبې پېل كړې شوي دي كومو كښې چې ټېن بلین ټری سونامی پروګرام، پروټېکٹډ اېریاز پراجیکټ، کلین ګرین پاکستان انډېکس ، ګرین اکنامک سټیمولس ، د آلودكۍ په سبب جوړېدونكي پولي تھ??ن بېګز بندېز٬ د نېشنل اېډاپټېشن پلان تشکیل، د ایکو سسټم بح??لی?? ریچارج پاکستان او د الېکټرک ګاډو م??ارفي كولو منصوبې او پالېسي اقدامات شامل ??ي۔ د قدرتي ماحول تحفظ او بحالۍ په لړ كښې د پاكستان د هڅو او كردار په نړيوالو كچه اعتراف كولې شي۔ هم دغه سبب دے چې پاكستان ته د روان كال په مهال د ماحوليات نړيوالې ورځې كوربه كېدو درناوې وركړې شوې دې۔ پاكستان به د ملګرو ملتونو يو اېن اي پي سره په ګډه د جون مياشتې په 5 مه نېټه د ماحوليات ورځې دستورې مېزباني كوي۔ د پاكستان حكومت د موسمياتي بدلونونو د لاسه رامخې ته كېدونكو لويو چېلنجونو م??نيوي له پالسي فرېم ورك سره سم او د ستراتيجۍ ترسېوري لاندې ګامونه پورته كوي۔