پېنډې 11 جول??ئي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې په كشمير كښې به هم د پي ټي آئي حكومت جوړېږي، افغانستان خپلواكه هېواد دے، افغانان چې كومه پرېكړه وكړي، مونږ ته به قبوله وي. د اتوار په ورځ په پېنډې كښې د آزاد كشمير د انتخابي كمپائن په لړ كښې د جوړې شوې دستورې په مهال مېډيا سره په خپلو خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل چې په كشمير كښې به پا??ست??ن تحريك انصاف تاريخي كاميابي ترلاسه كوي. د افغانستان صو??تحال په اړه وفاقي وزير ووئيل چېې وزيراعظم عم??ان خان په واضحه توګه وئيلي دي چې په د پا??ست??ن خاوره به د كوم بل هېواد په ضد ونه كارول شي. ده ووئيل چې مونږ په افغانستان كښې امن غواړو ، مونږ غواړو چې افغان مش??ان په خپلو كښې كښېني او مسئله د خبرو د لارې حل كړي. ده ووئيل چې تر څو په افغانستان كښې امن نه وي، په منطقه كښې تجارت وده نه شي كولې. په افغانستان كښې امن د ټولې منطقې په ګټه دے. ده ووئيل چې د پا??ست??ن پاليسي ډېره واضحه ده چې افغانستان يو خپلواكه هېواد دے، په دې ??ښې به كومه مداخله نه كېږي. افغان قوم چې كومه پرېكړه وكړې، هغه به مونږ ته قبوله وي.