كراچي 12 جولائي (ا?? پي پي)صدر ډاكټر عارف علوي وئېلي دي خپل ځان جديدې نړۍ سره سمولو ??پاره ضروري ده چې د وخت تقاضې ترسره كړې شي٬د دې ضروريات تر مخه په تندۍ سره بدله شوې ټېكنالوجي خپلول دي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ په ځايې هوټل كښې د فائبر كېبل خپرولو ??روژې لاس ليك دست??رې ته د خاص مېلمه په توګه خپل خطاب كښې وكړه۔د انفارمېشن اېنډ ټېكنالوجۍ كميونيكشن وفاقي وزارت له مخې د سندھ دريو ضلعو بېنظرآباد٬خېرپور او نوشهرو فيروز كښې د آپټيكل فائبر كېبل خپرېدو پروژه پېل شوې٬په پروژه به په مجموعي توګه 2 اربه 10 كروړه روپۍ لګښت راځي ٬ په دستوره كښې د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټېلي كميونيكېشن وفاقي وزير س??د امين الحق٬د آئي ټي سېكرټري ډاكتر سهيل راجپوت او نورو چارواكو ??م ګډون كولو۔په لوظ نامه د يونيورسل سروس فنډ چيف ايګزېكټيو افيسر حارث محمود چوهدري او د پي ټي سي اېل لنډ مهاله چيف ايګزېكټيو نديم خان لاس ليك وكړو۔صدر دست??رې ته په خپله وېنا كښې ووئيل د وزيراعظم ډيجيټل پاكستان وژن مقصد پاكستان د ټېكنالوجۍ په زغل كښې شاملول دي٬دې مقصد لپاره د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او ټېلي كميونيكېشن وزارت كردار مثالي دے كوم چې د دې سخت ټاسك تر سره كولو ??پاره هڅې كوي۔صدر وفاقي وزير س??د امين الحق ته مباركي وركولو سره ووئيل په دې كښې هېڅ شك نشته چې آئي ټي هغه څانګه ده كومه چې په هېواد كښې د روزګار لكونه موقعې راپېدا كولو سره د معيشت په استحكام كښې ځانګړے كردار ترسره كولې شي۔د آئي ټي وزارت كاركردګي د اطمينان وړ ده خو مونږ ته مخ په وړاندې تلل دي۔ دې نه وړاندې دست??رې ته وفاقي وزير س??د امين الحق هم خطاب وكړو