اسلام آباد 16 جولائي (اے پي پي) د منصوبه بندۍ وفاقي وزير اسد عمر وئېلي ??ي د هند د ظلمونو باوجود د مقبوضه وا??ي د اولس د حريت جذبه ناقابل تسخير ده٬ 25 جولائي به د پي ټي آئي د كاميابۍ ورځ وي٬د كشمير مسئلې حل كولو نه غېر په سيمه كښې امن نه شي راتللے٬هند پرله پسې په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزۍ كړې ٬پخوانو حكمرانانو د كشمير مسئلې ته پام لرنه نه ده كړې۔وزيراعظم عمران خان په حقيقي معنو كښې د كشميريانو ترجماني كړې او په هر نړيوال فو??م يې په وړومبي ځل د كشمير مسئله وړاندې كړې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ په بري امام كښې د آزاد كشمير ويلي 5 او جمو 6 كنديدانو سره په اسلام آباد كښې مېشته كشميريانو غونډې ته وېنا كښې وكړه۔د وزيراعظم د سي ډي اے چارو خاص مرستيال علي نواز هم د ده سره ملكرے ؤ ۔اسد عمر ووئيل وزيراعظم عمران خان په هر نړيوال فورم د كشميريا??و لپاره غږ پورته كړے٬د هند په ورځپاڼو كښې د وزيراعظم عمران خان د مقبوليت خبرونه شائع كېږي۔د كشمير مسئلې حل كولو نه غېر په سيمه كښې امن نه شي راتللے ٬مونږ د هند سره د يو والي په كچه د اړيكو خوښي لرو او تر څو چې هند خپل غېر قانوني اقدام بېرته نه وي اخستے په دې مسئله خبرې اترې نه شي كېدې٬ده ووئيل په مظفر آباد كښې د كورونا كيسونو شمېره 20 فيصده زياته شوې٬وفاقي حكومت په آزاد كشمير كښې پنځه ويكسين نېشن سنټرې جوړې كړي٬د كورونا ص??رتحال ترمخه د كشمير ټاكنو كښې د دوه مياشتو پراختيا تجويز وركړے شوے۔ده ووئيل وزيراعظم عمران خان هغه قائد دے كوم چې د نړۍ په سترګو كښې سترګې اچولو سره خبره كوي۔هند د كشميريانو قاتل دے٬د پنځه اګست اقدام بېرته اخستلو نه غېر هند سره خبرې انه شي كېدې۔ده ووئيل تر څو چې كشميريانو ته د خپلواكۍ بنيادي حق نه وي ترلاسه شوے په سيمه كښې امن نه شے راتللے