اسلام آباد 21 جولائي (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند زاهد حفيظ چوهدري وئيلي دي چې د وزيراعظم په امر س??ودي عرب څخه په معمولي جرمونو كښې ككړ 85 كښې 62 بنديوان وطن ته رارسولې شوې دي او پا??ې 23 بنديوان به د خروج ويزه عمل په ترسره كېدو په سمدستي توګ?? هېواد ته رارسولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د خبريالانو د پوښتنو په ځواب كښې وكړه۔ ده ووئيل د پاکستان په درخواست د سعودي چارواكو يوې اعلٰې اختياراتي كمېټۍ په رياست كښې د بندي پ??كستانيانو تفصيلاتو جاج اخستې او د 85 كسانو سزا ئې معاف كړې٬ د وزيراعظم په امر په 85 كښې د 62 بنديوانو وطن ته د رارسولو بندوبست وشو دغسې چې ھغوي خپلو كورنيو سره په اختر كښې شريك كړې شي او د باقي پ????ې 23 بنديانو د خروج وېزه په بشپړېدو ب?? هېواد ته رارسولې شي۔ ده ووئيل چې په رياض كښې د پاکستان سفارت دغسې د سعودي په نورو سيمو كښې د پاكستاني وګرو هېواد ته ستنېدو لپاره په رابطه كښې دي۔ وياند ووئيل په سعودي عرب كښې پاکستاني مزدورانو ته په سهولتونو وركولو د سعودي باچا سلمان بن عبدالعزيز او ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان مننه كوٶ۔