اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) ?? مواصلات او پوسټل سروسز وفاقي وزير مراد سعيد وئيلي دي زمونږ د پوليس شهيدانو وينه به بې ځايه نه ځي، د شهيدو شوو پوليس اهلكارو لپاره په پيکج كار كيږي او دا به باوري كولې شي، موټر وے پوليس نادرا سره تړوو او په ټول هېواد كښې د کميونيکيشن سسټم ښه كوو، هند كښې د بشري حق??نو خلاف ورزي كيږي،هند د نړۍ امن لپاره خطر جوړ شوے ، پاکستان نړۍ كښې امن لپاره کردار ترسره كوي او بل پلو هند په نړۍ كښې ?? امن په ضد ډنډوره كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د پوليس شهيدانو ورځې دستورې ته وينا كښې وكړه۔ده ووئيل ټولو ته معلومه ده چې د کورونا څلورمه چپه راغلې كومه چې ډيره خطرناكه ده، باي?? مونږ احتياط وكړو، مونږ په وړومبۍ ، دويمه او دريمه چپه كښې ښه تګلاره خپله كړې چې په نتيجه كښې ئې پاکستان ته زيات زيان نه دے رسېدلے ، د کورونا به څلورمه چپه كښې به زيات احتياط کول وي لكه څنګه چې د پاكستان اولس وړاندې كړے۔ده ووئيل د اين سي او سي په سپارښتنه عمل روان دے،بايد ټول د اين سي او سي په ګائيډ لائنز عملدرآمد وكړي۔ده ووئيل هند كښې د كورونا په وجه زيات زيان شوے،باي?? مونږ د اين سي او سي په اقدامات عملدرآمد وكړو۔ده ?? موټروے پوليس شهيدانو ته پيرزوئني وړاندي كولو سره ووئيل هغوي د هېواد ?? امن په خاطر د خپلو ځان??نو قرباني وركړي، سپاهي نه ت?? آئي جي او عسكرو د هېوا?? امن په خاطر د ترهه ګرۍ په ضد چې كومي کاميابۍ ترلاسه كړي هغي ته پيرزوئني وړاندې كوم، يو وخت ؤ چې په پاكستان كښې به چاؤدني كيدې،زمونږ پوليس او امنيتي ځواك??نو قربانۍ وركړي او نن په پاكستان كښې امن دے، دلته د روزګار موقعې شته ۔ ده ووئيل نن چې په افغانستان كښې كوم صورت حال دے ٬ دښمن امن تباہ کولو له نوے سازش کوي،نن كله چې مونږ نړۍ كښې ?? امن لپاره کردار ترسره كوو نو بل پلو هند په نړۍ كښې ?? امن په ضد ډنډوري كوي۔مراد سعيد ووئيل پاکستان 70 زره څخه زياتې ځاني قرباني وركړي ، پاکستان نړۍ كښې امن لپاره کردار ترسره كوي۔ وفاقي وزير ووئيل هند د کشمير د آزادۍ په ضد كله خبريالان او كله لوبغاړي د راتللو څخه منع كوي،نن په هند كښې د بشري حق??نو خلاف ورزي كېږي،هند په نړۍ كښې امن لپاره يو خطر جوړ شوے