اسلام اباد 09 نومبر (اے پي پي) د داخله چارو وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي دهرنه كوٶنكو سره خبرې اترې روانې دي٬ هڅه ده چې طاقت ونه كارولې شي۔ اميد دې چې څه نتيجه به رامخې ته شي۔د زيارت په ورځ پاك چائنه سنټر كښې ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل د طاقت استعمال سره ?? ځاني زيان خطر وي٬ دهرنه كوٶنكو سره د مذاكراتو لړۍ روانه ده او اميد دې چې مثبت حل به ئې زر راوځي۔ ده ووئيل كه مذاكرات ناكام شول نو انتظاميه به مناسب كاروائي كوي۔ ده ووئيل د قانون وزير څه داسې خبره نه ده كړې چې پرې ھغه مستعفي شي٬ سبا به بل څوك راپا??ي او ??ما نه به د استعفا غوښتنه وكړي٬ دې لپاره د ھغوي غوښتنه سمه نه ده