اسلام آباد 22 نومبر (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وز??ر احسن اقبال وئيلي دې ګوادر به د سنګاپور او هانګ كانګ په ډول پورټ سټي جوړولې شي۔ ګوادر ??ښې به د برېښنا او اوبو په ??سئ??ه ډېر زر قابو وموندلې شي۔ په وفاقي بجټ ??ښې د ګوادر 50 زلمو ته د هېواد بېلو پوهنتونونو ??ښې زده كړې ترلاسه كولو له بجټ اېښودې شوې۔ دغسې 50 ځوانان به د چين ژبه زده كولو له چين ته لېږلې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ په ورځ ګوادر پورټ ??ښې د اېسټ بے اېكسپرېس وے آف ګوادر پورټ بنياد اېښودو په مهال دستورې ته وكړه۔ دا 6 لارې سړك او رېلوے ټرېك به ګوادر مكران كوسټل هائي وے سره وتړي۔ وز??راعظم شاهد خاقان عباسي دستوره ??ښې خاص مېلمه وو۔ په دې مهال د پورټ اېنډ شپنګ وفاقي وز??ر مير حاصل بزنجو ٬ وفاقي وز??ر عبد القادر ٬ د بلوچستان اعلی وز??ر او ګورنر٬ د چين سفير٬ پورټ چارواكي او د سيمې مشران لويه شمېره ??ښې موجود وو۔ وفاقي وز??ر احسن اقبال ووئيل سي پېك سره به د ګوادر په شمول ټول هېواد ??ښې خوشحالي راشي او ځائي وګړو ته به روزګار ترلاسه شي۔ ده ووئيل په كال 2013 ??ښې چې كله پخواني وز??راعظم نواز شريف د چين دورې په مهال سي پېك منصوبه لاس ليك كړه نو دا دغه مهال د كاغذ يو پرزه وه ولې د دواړو حكومتونو د كلك عزم او هڅو په سوب دا يو حقيقت شو۔ ده ووئيل چين د پاكستان مخلص ملګرے او چين د پاكستان په يو داسې وخت ??ښې ملګرتيا وكړه كله چې كوم هېواد د پاكستان ملګرتيا كولو ته تيار نه ؤ۔ ده ووئيل پايد مونږ د كال 2013 پاكستان هېر نه كړو۔ 20 څخه تر 22 ساعتو لوډشېډنګ به كېدلو ۔ ٬ ده ووئېل د امن وضعه ناوړه وه۔ ولې نن ځائي اولس د ګوادر پرمختګ څخه مطمئن دے۔ ده ووئيل نن په سي پېك ټول مشرتابه او صوبې يو موټي دي۔ ده ووئيل وفاقي حكومت ګوادر ??ښې پوهنتون جوړولو له يو ارب روپۍ بېلې كړې ۔ دستورې ته د چين سفير هم خطاب وكړو۔ خپل خطاب ??ښې هغه ووئيل پاكستان او چين نزدې ملګري هېوادونه دي او دا ملګرتيا به ټول عمري په ځائې ساتلې شي۔ ده ووئيل ګوادر پورټ به پاكستان ټولې نړۍ سره وتړي