اسلام آباد ۔ 30 نومبر (اے پی پی) وزیراعظم شاهد خاقان عباسی پاکستان كښې د عسكريت خوښو پټو ځايونو په اړه امريكائي تورونه رد كولو سره وئيلي دي سيمه كښې ترسره كېدونكي بريدونه اف??ا??ست??ن څخه كېږي۔ د زيارت په ورځ نيويارك كښې نړيوالې نيوز ايجنسۍ بلوم برګ نیوز سره خپله مركه كښې وزيراعظم ووئيل پاكستان به د حقاني نېټ ورك په شمول د خپل حد دننه د كومې هم ترهګرې ډلې په ضد كاروائي كوي۔ ده ووئيل مونږ امريكائي چارواكو ته وئيلي دي چې د حقاني نېټ ورك په اړه مونږ له كوم استخباراتې معلو??ات راكړې نو مونږ به كاروائي وكړو۔ بيا هم د ترهګرۍ بريدونه د پولې پورې غاړې څخه كېږي۔ ده په دې لړ كښې دغلته د مېشته بريد كوؤنكو پټ ځايونو په اړه هم ووئيل۔ وزيراعظم ووئيل اف??ا??ست??ن څخه د پولې دې غاړه لاس وهنه يو معمول جوړ شوے۔ ده ووئيل پاكستان هغه هېواد د?? كوم چې د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې بوخت دے۔ كوئټه كښی د مودو څخه استوګن د طالبانو لارښودو په ضد د پاكستان د كاروائۍ په اړه وزيراعظم ووئيل كه ه??وي په ريښتيا دغلته وي نو په ضد به ئې كاروائي وكړې شي۔ اف??ا??ست??ن كښې د اولس مشر ټرمپ پوځي ډلو زياتوالي پالېسي به ناكامۍ سره مخ شي۔ ده د اف??ان حكومت او طالبانو ترمينځھ د سولې خبرو ته د كېناستو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل مونږ به په دې لړ كښې تر ممكنه حده مرسته كوو۔ ده ووئيل پاكستان دوه وارې هڅې كړې ولې خبرې اترې له مينځه وړلې شوي۔ د حافظ سعید د خوشې كېدو عدالتي احكاماتو په اړه وزيراعظم ووئيل د عدالت درې كسيزه بېنچ د هغه خوشې كولو په اړه ووئيل د هغه په ضد هېڅ تورونه نشته۔ ده ووئيل كه د حافظ سعيد په ضد كوم مضبوط دليل وي نو د هغه په ضد د?? په نړيواله كچه مقدمه وچلولې شي۔ وزيراعظم ووئېل دغه يوازې تورونه دي او هند په دې لړ كښې هيڅ شواهد نه دې وړاندې كړې