اسلام آباد 11 فروری (اے پي پي﴾ وز??راعظم شاهد خاقان عباسي د نامتو قانون پوهې عاصمه ج??ان??ير په مړينه خواشيني ښودلو سره وئيلي دي چې د عاصمه ج??ان??ير د مړينې په نتيجه كښې هېواد د يو نه يرېدونكي٬ بهادر او اصول پسند شخصيت څخه محروم شو٬ د جمهوريت په حق كښې د عاصمه ج??ان??ير هڅې نه هېرېدونكې دي۔ د اتوار په ورځ د غمرازې په بيان كښې وز??راعظم شاهد خاقان عباسي د اروښادې بخښنې او غم جنې كورنۍ لپاره د زغم دعا وكړه۔ وز??راعظم شاهد خاقان عباسي پھ خپل پېغام كښې ووئيل چې عاصمه ج??ان??ير د بشري حقونو د سرغړونو په ضد مبار??ه كړې۔ عاصمه ج??ان??ير د امريت په وړاندې ودرېدلې۔ ده ووئيل چې د بې زبانه٬ بې وسه او مظلومانو آواز نن خاموش شو۔ د عاصمه ج??ان??ير مړينه وكيلانو لپاره لوي زيان دے۔ د بشري حقونو تحفظ لپاره د هغې كردار د ستائنې وړ دے۔ د عاصمه ج??ان??ير ټول ژوند عدل او انصاف او د قانون حكمرانې لپاره وقف و۔ د هغې مړينه ټول قوم لپاره د صدمې لمحه ده۔ وز??راعظم ووئيل چې عاصمه ج??ان??ير د پاكستان په سياسي او عدالتي تاريخ كښې نه ختمېدونكي نقوش پريښي دي۔